Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

د ورځنی معمولاتو اذکار او آداب :

که دغه آداب په ورځنی معمولاتو کی مراعات کړی شی دغه عمل د اجر او ثواب سبب گرځی:

کور ته د داخلیدلو آداب:

هر کله څوک کورته دننه کیږی په ښی پښه کور ته دننه شی او اللّه تعالٰی یاد کړئ یعنی (بِسْمِ اللَّهِ) ووائي یا دغه دعا اولولي:
بِسْمِ اللهِ وَلَجْنَا، وَ بِسْمِ اللهِ خَرَجْنَا، وَعَلَى رَبِّنَا تَوَكَّلْنَا

او (السلام علیکم) ووائي که څه هم په کور کی څوک نه وی .
دغه آیت کله چه خپل د اوسیدو ځای ته داخل شئ ولولئ:
. رَبِّ أَنْزِلْنِي مُنْزَلًا مُبَارَكًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْمُنْزِلِينَ

( ای ربه ځما راکوز کړی مالره ځای د کوځیدلو برکت والاته اوته غوره ئی دکوځؤونکونه) آیت ۲۹ سورت المؤمنون
دکور نه د وتلو آداب:

هر کله چه دکور څخه بهر وځئ په ښئ پښه بهر شئ او دغه دعا ولولئ:
بِسْمِ اللهِ ، تَوَكَّلْتُ عَلَى اللهِ وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ

په نوم د اللّه تعالٰی ، پر اللّه تعالٰی می توکل کړی او هیڅ قدرت او طاقت بغیر د هغه د طرف نه نیشته
د انس بن مالک رضی اللّه عنه نه روایت دی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: چه څوک د خپل کورنه د وتلو په مهال دغه ولولی:
”بِسم الله تَوَكَّلتُ على اللهِ، وَلاَ حول ولا قُوَّة إِلَّا بالله“

نو (دغه وقت) ده ته وویئلی شی: تاته هدایت در کړی شو ، ستا د خوانه کفایت اوکړی شو او ستا حفاظت اوکړی شو (دغی اوریدو سره) شیطان د هغه نه لری شی په ابوداود کی دغه الفاظ زیاتی دی: "دغی سره یو شیطان بل ته وائی په دغه سړی باندی به ستاسی وس څنگه وچلیږی چاته چه هدایت اوکړی شو ، د چا د طرف نه چه کفایت اوکړی شو او دچا چه حفاظت اوکړی شو"
صحیح - د دغی امام ترمذی روایت کړی دی -
د طعام خوړلو آداب:

مخکی د طعام خوړلو باید لاسونه ووینځلی شی که چیری میلمانه یاستئ د طعام د نوعیت په باره کی پوښتنه وکړئ هر کله چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم به میلمه وؤ تر هغه وقته پوری ئی طعام نه خوړلو تر څو چه د هغه په باره کی ده ووئیلی شو یا ورله ووئیلی شو چه د څه په نوم سره یادیږی ، هرکله چه میلمه یاستئ او طعام راوړی شو په خوړلو کی ئی عجله وکړئ ، په شروع کولو کی ئی د اللّه تعالٰی نوم یاد کړئ یعنی:
(بِسْمِ اللهِ )

ووائی که چیری په شروع کی هیر کړئ په مینڅ کی :
(بِسْمِ اللَّهِ اَوَّلِهِ وَآخِرِهِ)

ووائی په ښئ لاس سره اوخورئ او د خپلی مخی نه اوخورئ رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم فرمائی چه: برکت د خوړو په مینځ کی نازلیږی نو د غاړو نه وخورئ د مینځ څخه مه خورئ ، د خوراک کولو سنت طریقه خوړل په دری گوتو سره دی که چیری ضرورت وی په څلور یا پنځه گوتو سره هم خوړلی شئ دا هغه وخت دی چه په لاس سره طعام خورئ که چیری په کاچوغه یا بل کوم شي سره خوراک کوئ کوم مشکل نیشته -
وروستو د طعام خوړلو نه خپل لاسونه پری مینځئ ، غرغری کول وروستو د طعام خوړلو نه مستحب دی ، که چیری میلمه یاستئ د کور مالک ته دعا وکړئ ، دغه مسنون دعا ده:
اللَّهُمَّ بَارِكْ لَهُمْ فِيمَا رَزَقْتَهُمْ وَاغْفِرْ لَهُمْ وَارْحَمْهُمْ

(ای اللّه تعالٰی، په هغی کی چه تا روزی ورکړی ده ، برکت او خیر ورکړه ، او (گناهونو) ورله ببخش اوکړی او په هغوی رحم اوکړی) -
که چیری نوړئ په څمکه پریوځی اوچته کړئ صفا کړئ او وخورئ ، انس رضی اللّه عنه فرمائی کله چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم طعام خوړلو خپل دری گوتی به ئی څټلی ، په اوږد غزیدو او په یو اړخ پریوتلو سره خوراک مه کوئ
د طعام د خوړلو نه وروستو د اللّه تعالٰی حمد ووائی د (الْحَمْدُ للهِ) په ویلو سره یا دغه دعا ولولئ:
اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِيْهِ وَأَطْعِمْنَا خَيْراً مِنْهُ

(ای اللّه تعالٰی په دی کی مونږ ته برکت راکړه او بهتر ددی نه په مونږه وخوروه) -
د شیدو لپاره دغه دعا ولولئ:
اللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِيهِ وَزِدْنَا مِنْهُ

(ای اللّه تعالٰی په دی مونږ ته برکت راکړه ، او لازیات مونږ ته راکړه) -
او په طعام کی عیب اونه باسی، د سروزرو او د سپينوزرو لوښو کی خوراک اونکړی.