Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

اذکار د مانځه دکولو په وخت کی:

د رکوع نه د اوچتیدو ذکر:

د رفاعة بن رافع رضي الله عنه نه روایت دی چه یو ورځ مونږ د نبی صل اللّه وعلیه وسلم شاته لمونځ کولو کله چه د رکوع نه ئی سر اوچت اوکړو (سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ ‏) ئی وویل ، یو کس ستاسو نه وروسته وویل:
(رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ حَمْدًا كَثِيرًا طَيِّبًا مُبَارَكًا فِيهِ)

د اللّه تعالٰی لپاره ډیر زیاد تعریفونه دی ، چه پاک او با برکت دی ، کله چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم لمونځ تمام کړو وویل همدا اوس په (په لمانځه کی) چا ویل؟ هغه سړی عرض وکړو زه وم یا رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم ، رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: ما زیاد د دیرش ملائیکو نه ولیدل چه هر یو د هغه مخکی کیدو کوشش کولو چه کوم یو د هغوی نه اول ولیکی .
د سجدی دعاگانی او اذکار:

سُبْحَانَ رَبِّيَ الأَعْلَى

(پاک دی زما رب چه لوړ دی) .
سبُّوحٌ قُدُّوسٌ رَبُّ المَلاَئِكَةِ وَالرُّوح

(پاک دی هغه اللّه برکت والا ، رب د ملائیکو او روح) .
سُبْحَانَ ذِيْ الْجَبَرُوْتِ، وَالْمَلَكُوْتِ، وَالْكِبْرِيَاءِ، وَالْعَظَمَةِ

(پاک دی هغه رب چه چه مالک د قدرت ، فرمانروائی ، لوئی او عظمت دي) .
د عایشه رضی الله عنها روایت دی وائی:
یوه شپه رسول الله صلى الله عليه وسلم می خپل خوا کی ونه لیدو ، نو خپل شاوخوا می ولټولو ، و می لیدل چه د رکوع یا سجده په حالت کی وائی:
«سُبْحَانَكَ وَبِحَمْدِكَ، لا إلهَ إِلاَّ أنتَ»

(ته پاک ئی (ای اللّه!) د خپل حمد سره ، هیڅ په حقه معبود نیشته سیوا له تا نه)
او په یو روایت کی راغلی دی: لاس می د هغه د خپو تلی سره ولږیدو ، په داسی حال کی چه په سجده کی وو او ویل ئی:
«اللَّهُمَّ إنِّي أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَ أعُوذُ بِمعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ، وأعُوذُ بِكَ مِنْكَ، لا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ أنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ»

«یااللّه! زه ستا د ناراضگئ نه ستا د رضامندئ پناه ته راځم او ستا دسزا نه ستا د معافئ پناه ته راځم او ستانه ستا پناه ته راځم ، زه ستا سنا کامل نشم بیانولی ، ته هماغسی ئی چه تا خپل تعریف بیان کړی دی».
اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ

(یااللّه! مالره وبخه هغه گناهونه چه ما په پټه کړی دی او هغه چه ما په ښکاره کړی دی) .
سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِيْ

(ستا ذات پاک دی ، ای زمونږ ربه او یواځی تالره تعریف دی ، ای اللّه! زما مغفرت اوکړه) .
د دوه سجدی منځ کی دعاگانی (جلسه):

رَبِّ اغْفِرْ لِـي رَبِّ اغْفِرْ لِـي

(ای زما ربه! ما وبخه ، ما وبخه)
وَعَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ بَيْنَ السَّجْدَتَيْنِ:
«اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي وَارْحَمْنِي وَاهْدِنِي وَعَافِنِي وَارْزُقْنِي» .

رَوَاهُ أَبُو دَاوُد وَالتِّرْمِذِيّ
د ابن عباس رضی الله عنهما روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوه سجدو مینځ کی دغه دعا لوستله:
«اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي وَارْحَمْنِي وَاهْدِنِي وَعَافِنِي وَارْزُقْنِي»

«یا الله ماله مغفرت وکړه او ما وبخه او په ما رحم وکړه او مالره هدایت اوکړه او عافیت عطا کړه او مالره روزی راکړه».