اذکار د مانځه دکولو په وخت کی:
اذکار او دعاگانی چه په لمانځه کی لوستلی کیږی:
د اودس کولو نه وروستو دعا:
شروع د اودس کی «بِسمِ اللهِ» ووائی ، او د اودس کولو نه وروسته دغه دعا ووائی:
أَشْهَدُ أَنْ لا إِلٰهَ اِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ
(شهادت ورکوم په دی هیڅ معبود (او حاکم او شارع) نیشته بغیر د اللّه تعالٰی نه په داسی حال کی چه هغه یکی یواځی دی او هیڅ شریک نلری او شهادت ورکوم په دی چه محمد بنده او رسول د هغه دی) .
اللَّهُمَّ اجْعَلْنِی مِنَ التَّوَّابِینَ وَاجْعَلْنِی مِنَ الْـمُتَطَهِّرِینَ
(یا اللّه! ما د توبه کوونکو او پښیمانه کیدونکو له گناهونو نه او د پاکانو نه جوړ کړه) .
آذکار د رکوع په حالت کی:
د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی وائی:
په داسی حال کی چه خلکو د ابوبکر رضی اللّه عنه شاته لمونځ کولو ، رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم پرده لری کړه او وئی فرمایل:
«أَيُّهَا النَّاسُ، إِنَّهُ لَمْ يَبْقَ مِنْ مُبَشِّرَاتِ النُّبُوَّةِ إِلَّا الرُّؤْيَا الصَّالِحَةُ، يَرَاهَا الْمُسْلِمُ، أَوْ تُرَى لَهُ، أَلَا وَإِنِّي نُهِيتُ أَنْ أَقْرَأَ الْقُرْآنَ رَاكِعًا أَوْ سَاجِدًا، فَأَمَّا الرُّكُوعُ فَعَظِّمُوا فِيهِ الرَّبَّ عَزَّ وَجَلَّ، وَأَمَّا السُّجُودُ فَاجْتَهِدُوا فِي الدُّعَاءِ، فَقَمِنٌ أَنْ يُسْتَجَابَ لَكُمْ»
«ای خلکو ، د نبوت د بشارتونو نه یواځی صالح خوبونه چه مسلمان ئی وینی یا هغه ته خودلی شی ، نور څیزونه نه دی پاتی شوی ، پوهه شی چه زه په رکوع او سجده کی د قرآن لوستلو نه منع شوی یم ، نو په رکوع کی ، د رب عزوجل عظمت او لوئی بیان کړئ ، او په سجده کی ، ډیره دعا اوکړئ ، ځکه چه لائق ددی دی چه ستاسی دعا قبول کړی شی».
سُبْحَانَ رَبِّيَ الْعَظِيمِ
(پاک دی زما رب عظمت والا دی ، زه پاکی بیانوم د خپل عظیم پروردگار) .
د عایشه رضی الله عنها نه روایت دی چه وائی:
وروسته د نزول د (إذا جاء نصرُ الله والفتح) نه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅ لمونځ اونه کړو مگر داچه دا دعای اولوستله:
«سُبْحانَكَ اللَّهُمَّ ربَّنَا وَبحمْدِك، اللَّهمَّ اغْفِرْ لي» ،
(ستا ذات پاک دی ، ای زمونږ ربه او یواځی تالره تعریف دی ، ای اللّه! زما مغفرت اوکړه) .
او په یو روایت کی راغلی دی: رسول الله صلی الله علیه وسلم په رکوع او سجده کی دغه ذکر او دعاگانی ئی ډیری لوستلی:
«سُبْحانَكَ اللَّهُمَّ ربَّنَا وَبحمْدِك، اللَّهمَّ اغْفِرْ لي».
د عايشه رضی الله عنها روایت دی وائی چه:
رسول الله صلى الله عليه وسلم په رکوع او سجده کی وئیل:
«سبُّوحٌ قُدُّوسٌ رَبُّ المَلاَئِكَةِ وَالرُّوحِ».
(پاک او قدرت والا دی رب د ملائیکو او جبرائیل) .
د عوف بن مالک اشجعی رضی الله عنه نه روایت دی چه وائی:
یوه شپه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په لمانځه (دشپی) ودریدم ، هغوی سوره بقره ولوستل ، د هیڅ آیت نه د رحمت په مضمون سره نه تیریدو مگر داچه مکث ئی کوو او د اللّه تعالٰی نه د هغه رحمت ئی غوختلو ، او د هیځ آیت نه چه د عذاب په مضمون سره وو نه تیریدو ، مگر داچه مکث ئی کوو او د اللّه تعالٰی نه ئی پناه غوختله ، عوف وائی: بیا ئی رکوع وکړه او رکوع ئی د قیام په اندازه اوږده وه ، او په رکوع کی دا ذکر ئی ویل:
«سُبْحَانَ ذِيْ الْجَبَرُوْتِ، وَالْمَلَكُوْتِ، وَالْكِبْرِيَاءِ، وَالْعَظَمَةِ»
«پاک دی هغه رب چه مالک د قدرت ، امر کولو د لوئی او عظمت دی»
وروسته ئی سجده اوکړو او سجده ئی په اندازه د قیام اوږده وه او په سجده کی ئی هم دغه کلمات وویل ، بیا دوهم رکعت ته اوچت شول او سوره آل عمران ئی ولوستلو ، بیا یو سورت ولوستلو ، (وروستو د هغه نه) سورت ولوستلو .