د قرآن کریم آیتونه او د هغوی ځینی فضیلت
دا د قرآن کریم آیتونه او د هغوی بعضی فضیلتونه دی:
آیت د سحر د دفع لپاره
د قرطبی په تفسیر کی د عبداللّه بن عباس رضی اللّه عنهما څخه روایت دی چه کله څوک خپل د خوب په بستره کی اوده کیږی او دا ولولي:
مَا جِئْتُمْ بِهِ السِّحْرُ إِنَّ اللَّهَ سَيُبْطِلُهُ إِنَّ اللَّهَ لَا يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ
(یونس آیت ۸۱)
پس هرکله چه دوی اغورځول اوئیل موسیٰ علیه السلام هغه شی چه راوړی دی تاسو هغه خو جادو دی یقیناً اللّه تعالٰی زرختم به کړی اثر ددی یقیناً اللّه تعالٰی نه کامیابوی عمل د مفسدانو -
هغه ته سحر ضرر نشی رسولی -
آیت د دعا د قبولیت لپاره
د سعید بن جبیر نه روایت دی چه څوک وروسته د لوستلو د سوره زمر د ۴۶ آیت نه دعا وکړی قبلیږی:
قُلِ اللَّهُمَّ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ عَالِمَ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ أَنْتَ تَحْكُمُ بَيْنَ عِبَادِكَ فِي مَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
ته اوایه ای پيدا کوؤنکی د آسمانانو اود ځمکی پوهه په هرپټ او ښکاره باندی ته به فیصله کوی په مینځ د بندگانو ستا کښی په هغه څیزکښی چه وؤ دوی په هغی کښی اختلاف ئی کوؤ .
په یوځای کی د اقامت کولو او او کورته د ننوتو نه وروستو دعا
کله چه یو کس یو ځای اقامت کوی یعنی اوسیدل غواړی یا مسجد یا بل ځای لکه خپل کورته دننه شی د سوره المؤمنون ۲۹ آیت دی ولولی:
وَقُلْ رَبِّ أَنْزِلْنِي مُنْزَلًا مُبَارَكًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْمُنْزِلِينَ
او اوایه ای ربه ځما راکوز کړی مالره ځای د کوځیدلو برکت والاته اوته غوره ئی دکوځؤونکونه .