اذکار او اعمال
عمل کول په دوه خصلتونو سبب د تگ جنت ته
عبدالله بن عمرو رضی اللّه عنه وائی: چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:
دوه عادتونه داسی دی چه هغه هر مسلمان په پابندی او پوخوالی سره خپل کړی وی هغه جنت ته ځی ، په توجه سره واورئ ، دواړه آسانه دی مگر عمل کوؤنکی پر هغه لږ دی ، وروسته د هر لمانځه نه لس واری د اللّه تعالٰی تسبیح دی وکړی (سبحان اللّه ووائی) ، لس واری حمد بیان کړی (الحمدُ للهِ ووائی) ، او لس واری د اللّه تعالٰی لوئی دی بیان کړی (اللّٰه أكبر ووائی ، عبدالله بن عمرو رضی اللّه عنه وائی: ما رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم لره هغه په خپل گوتو په شمارلو ولیده ، تاسی وفرمایل: دا د ژبی په شمارلو سره یونیم سل شول لیکن دا په میزان کی (لس واری زیاد) یونیم زر به شی - (دا یو خصلت او عادت شو) او (دوهم خصلت او عادت دادی) چه کله د خوب بستر ته د ویده کیدو لپاره ځئ نو سل واری سبحان اللّه ،اللّٰه أكبر او الحمدُ للهِ ووایه دا په ژبه په ویلو سره سل دی مگر په میزان کی زر دی ، (اوس ووائی) څوک دی له تاسو نه چه په ورځ او شپه کی دوه نیم زره گناهونه وکړی؟ خلکو وویل: مونږ دا همیشه او په پابندئ سره ولی نشو کولائ؟ هغوی وفرمایل: "(له دی سببه چه) کله چه تاسی نه څوک د لمونځ په لوستلو کی وی شیطان هغه له راځی ، او ورله وائی: فلانی خبره یاده کړه ، د فلانی څیز په باره کی فکر اوکړه ، ترهغی چه د هغه توجه د اصلی کار نه اړوی ، ترڅو هغه دا ونه کړی ، همدارنگی سړی په خپل بستر کی وی شیطان راځی هغه ټپوی ویده کوی تردی چه هغه (بغیر د تسبیحات لوستلونه) ویده شی" -
پر زړه باندی غبار راتلل
حَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى وَقُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ وَأَبُو الرَّبِيعِ الْعَتَكِيُّ جَمِيعًا عَنْ حَمَّادٍ قَالَ يَحْيَى أَخْبَرَنَا حَمَّادُ بْنُ زَيْدٍ عَنْ ثَابِتٍ عَنْ أَبِي بُرْدَةَ عَنْ الْأَغَرِّ الْمُزَنِيِّ وَكَانَتْ لَهُ صُحْبَةٌ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ إِنَّهُ لَيُغَانُ عَلَى قَلْبِي وَإِنِّي لَأَسْتَغْفِرُ اللَّهَ فِي الْيَوْمِ مِائَةَ مَرَّةٍ
6858 صحیح مسلم
ثابت له ابو بُردہ او هغه له اغرمزنی رضی اللّه عنه ، چه هغه له د صحبت شرف حاصل وؤ ، روایت اوکړو چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:
پر زړه می د غبار په شان داسی راشی بیا زه (ددغی کیفیت د لری کولو لپاره) سل واری د اللّه تعالٰی نه استغفار کوم -
څو کلمی ډیر فضیلتونوالا
حدثنا إبراهيم بن المنذر الحزامي , حدثنا صدقة بن بشير مولى العمريين , قال: سمعت قدامة بن إبراهيم الجمحي يحدث , انه كان يختلف إلى عبد الله بن عمر بن الخطاب , وهو غلام وعليه ثوبان معصفران , قال: فحدثناعبد الله بن عمر , ان رسول الله صلى الله عليه وسلم , حدثهم:" ان عبدا من عباد الله , قال: يا رب , لك الحمد كما ينبغي لجلال وجهك , ولعظيم سلطانك , فَعَضَّلَتْ بِالْمَلَكَيْنِ , فلم يدريا كيف يكتبانها , فصعدا إلى السماء , وقالا: يا ربنا , إن عبدك قد قال مقالة , لا ندري كيف نكتبها , قال الله عز وجل: وهو اعلم بما قال عبده , ماذا قال: عبدي؟ قالا: يا رب , إنه قال: يا رب , لك الحمد كما ينبغي لجلال وجهك , وعظيم سلطانك , فقال الله عز وجل لهما: اكتباها كما قال عبدي , حتى يلقاني , فاجزيه بها".
(سنن ابن ماجه، كتاب الأدب، بَابُ : فَضْلِ الْحَامِدِين، حدیث نمبر: 3801)
عبداللہ بن عمر رضی الله عنہما فرمائی: چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم هغه لره بیان اوکړو چه د اللّه تعالٰی د بندو نه یو بنده داسی وویل: «يا رب , لك الحمد كما ينبغي لجلال وجهك , وعظيم سلطانك» "ای زما پروردگاره! زه ستا داسی تعریف کوم ، چه ستا د ذات د جلال او عظمت او سلطنت سره ښائی" ، نو دا کلمات پر دی دوه ملائک باندی (یعنی کراماً کاتبین) مشکل شوی ، او هغوئ پوه نه شول چه دا کلمات څرنگه ولیکی ، آخر هغه دواړه آسمان طرف ته وختل او عرض ئی اوکړو: ائ زمونږ پروردگاره! ستا بنده یوه داسی کلمه ویلی ده ، چه مونږ نه پوهیږو چه هغه څرنگی ولیکو؟ اللّه تعالٰی وفرمایل: زما بنده څه ویلی دی؟ حال داچه هغه بنده چه څه ویلی دی ، پر هغه ښه پوه دی ، هغه ملائیکو عرض اوکړو ستا بنده دغه کلمه ویلی ده:
په دی وخت کی اللّه تعالٰی وفرمایل: دا کلمه همداشان ولیکئ ، څرنگه چه زما بنده ویلی ده ، تر هغی چه زما بنده ما سره ملاقات اوکړی بیا زه هغه وخت خپل دغه بنده لره خپله د هغی اجر ورکوم -

«يا رب لك الحمد كما ينبغي لجلال وجهك ولعظيم سلطانك»
په دی وخت کی اللّه تعالٰی وفرمایل: دا کلمه همداشان ولیکئ ، څرنگه چه زما بنده ویلی ده ، تر هغی چه زما بنده ما سره ملاقات اوکړی بیا زه هغه وخت خپل دغه بنده لره خپله د هغی اجر ورکوم -