Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

مسنون دعاگانی

د انسان زړه د اللّه تعالٰی د دوو گوتو په مینځ کی دی

عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما أنه سمع رسول الله صلى الله عليه وسلم، يقول: «إنَّ قلوبَ بني آدم كلَّها بين إصبعين من أصابعِ الرحَّمن، كقلبٍ واحدٍ، يُصَرِّفُه حيث يشاء» ثم قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «اللهم مُصَرِّفَ القلوبِ صَرِّفْ قلوبَنا على طاعتك».

[صحيح] - [رواه مسلم]
د عبد اللہ بن عمرو بن العاص رضی اللّه عنه نه روایت دی چه ما د رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم نه دا واوریدل چه فرمایل ئی: د بنی آدم زړه د اللّه تعالٰی په دوو گوتو په مینځ کی داسی دی لکه چه هغه ټول یو زړه دی او هغه هر څرنگی چه غواړي هغه اړوی - بیا تاسی صل اللّه وعلیه وسلم دغه دعا وفرمایله: ”اللهم مُصَرِّفَ القلوبِ صَرِّفْ قلوبَنا على طاعتك“ ائ اللّه! ائ د زړونو اړوونکیه! زمونږ زړونه خپل طاعت ته اړوونکی وساته
دعا په اسم اعظم سره

حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ مُحَمَّدٍ قَالَ: حَدَّثَنَا وَكِيعٌ، عَنْ مَالِكِ بْنِ مِغْوَلٍ، أَنَّهُ سَمِعَهُ مِنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بُرَيْدَةَ، عَنْ أَبِيهِ، قَالَ: سَمِعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلًا يَقُولُ: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ بِأَنَّكَ أَنْتَ اللَّهُ الْأَحَدُ الصَّمَدُ، الَّذِي لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ، وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَقَدْ سَأَلَ اللَّهَ بِاسْمِهِ الْأَعْظَمِ، الَّذِي إِذَا سُئِلَ بِهِ أَعْطَى، وَإِذَا دُعِيَ بِهِ أَجَابَ»

سنن ابن ماجه ۳۸۵۷
د بریده رضی اللّه عنه نه روایت دی ، هغوئ وفرمایل: نبی صل اللّه وعلیه وسلم یو شخص لره داسی ویل واوریدل:
(اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ بِأَنَّكَ أَنْتَ اللَّهُ الْأَحَدُ الصَّمَدُ، الَّذِي لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ، وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ)

"ائ اللّه زه له تانه سوال کوم ، له دی سببه چه ته اللّه ئی ، یو ئی ، بی نیازه ئی ، هغه چه هیڅوک ئی نه دی زیږولی ، او نه هغه چا زیږولی دی ، نه ځوک د هغه هم صفته شته دی" ، نو رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:
دی شخص د اللّه تعالٰی نه په وسیله د عظیم ترین نوم د هغه (اسم اعظم) سوال کړی دی ، چه د هغه په وسیله سره کله چه د هغه نه اوغوښتلی شی هغه عطا کوی ، او کله چه د هغه په وسیله سره د هغه نه دعا اوکړی شی قبول فرمائی -
دعا په اسم اعظم سره

(مرفوع) حدثنا علي بن محمد , حدثنا وكيع , حدثنا ابو خزيمة , عن انس بن سيرين , عن انس بن مالك , قال: سمع النبي صلى الله عليه وسلم , رجلا يقول: اللهم إني اسالك بان لك الحمد , لا إله إلا انت وحدك لا شريك لك , المنان بديع السموات والارض , ذو الجلال والإكرام , فقال:" لقد سال الله باسمه الاعظم , الذي إذا سئل به اعطى وإذا دعي به اجاب"

سنن ابن ماجه ۳۸۵۸
انس بن مالک رضی اللّه عنه وائی چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم یو شخص واوریده چه دغه دعا ئی کوله:
«اللهم إني أسألك بأن لك الحمد لا إله إلا أنت وحدك لا شريك لك المنان بديع السموات والأرض ذو الجلال والإكرام»

"ائ اللّه! زه له تانه سوال کوم ځکه چه یواځی تالره حمد دی ، بغیر له تانه هیڅ معبود برحق نیشته ، تو یواځی ئی ، هیڅ ستا شریک نیشته ، ته ډیر احسان کوونکی ئی ، آسمانونو او ځمکو لره بغیر د مثال پیدا کوونکی ئی ، با عظمت او جلال ئی" نو تاسو صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:
"دی شخص د اللّه نه د هغه د اسم اعظم په ذریعه سوال کړی دی چه هرکله د هغه په ذریعه سوال اوکړی شی هغه عطا کوی ، او کله چه د هغه په ذریعه دعا اوکړی شی هغه قبلوی"
د گناهونو د بخشش دعا

د علی بن ابی طالب رضی الله عنه نه روایت دی چه وائی: کله چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم لمونځ کولو یو د آخری دعاگانو نه چه د تشهد او سلام په مینځ کی ویله دغه دعا وه:
«اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أخَّرْتُ، وَمَا أسْرَرْتُ وَمَا أعْلَنْتُ، وَمَا أسْرَفْتُ، وَمَا أنْتَ أعْلَمُ بِهِ مِنِّي، أنْتَ الْمُقَدِّمُ، وَأنْتَ المُؤَخِّرُ، لا إلهَ إِلا أنْتَ»

«ائ اللّه! تیر شوی او راتلونکی گناهونه ، پټ او ښکاره او زما زیاتی (تجاوزونه) او هغه چه ته مانه بهتر پوهیږی مغفرت اوکړی او اوبخی ، دا ته ئی ، چه هرڅوک اوغواړی نیکو کارونو او جنت ته مخکی کوی ، او هرڅوک چه اوغواړی د نیکو کارونو او جنت نه وروسته کوی ، او هیڅ معبود برحق بغیر له تانه نیشته» -
جامع دعا:

د ام المومنین عایشه رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه دعا هغوی له وخودله:
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنَ الْخَيْرِ كُلِّهِ عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الشَّرِّ كُلِّهِ عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا سَأَلَكَ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا عَاذَ بِهِ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْجَنَّةَ وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ النَّارِ وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَسْأَلُكَ أَنْ تَجْعَلَ كُلَّ قَضَاءٍ قَضَيْتَهُ لِي خَيْرًا»

«بااللّه، ټول خیر او خوبیانی د حال او آینده له تانه غواړم ، خیر او خوبیانی چه په هغوی پوهیږم او کوم چه په هغوی نه پوهیږم ، او د ټول شر او بدیونه د حال او آینده نه تاته پناه غواړم شر او بدیانی چه زه په هغوی پوهیږم او کوم چه په هغوی نه پوهیږم ، یااللّه ، ټول هغه خیر او خوبیانی له تانه غواړم چه بنده او پیغمبر ستا له تانه غوښتی دی او د هغو شر اوی بدئ نه تاته پناه غواړم چه بنده او پیغمبر ستا له هغوی نه تاته پناه غوښتی ده ، یااللّه ، له تانه جنت او هر هغه خبره یا عمل غواړم چه ما جنت ته نژدی کوی او د جهنم د اور نه او د هر هغه خبری یا عمل نه تاته پناه راوړم چه ما هغه له نژدی کړی ، او له تانه غواړم هر هغه څه چه تا ما له لیکلی دی خیر او خوبی وی».
صحيح ابن ماجه الصفحة أو الرقم: 3116