څه څیزونه مړی ته نفع ورکوی:
حج کول د مړی لپاره:
د ابن عباس رضی اللّه عنه نه روایت دی هغوی اوویل: یو کس د نبی صل اللّه وعلیه وسلم په خدمت کی حاضر شو او وویل:
زما خور د حج کولو نظر ئی کړی وو لیکن هغه مړه شوی ده نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:
«که چیری د هغه په ذمه څه قرض وی آیا هغه ئی ادا کولو؟» هغه وویل: هو ، تاسی نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:
«نو قرض اللّه تعالٰی هم ادا کړه ځکه چه هغه ډیر حق دار د ددی خبری دی چه د هغه قرض ادا کړی شی».
(بخاری ۶۶۹۹)
د مړی دپاره قربانی کول:
۱- کله چه د مړی دپاره قربانی کوی او د ژوندو لپاره قربانی کوی لکه یو سړی قربانی خپل ځان لپاره او خپلی کورنئ لپاره کوی او د نیت د هغوی لپاره چه ژوندی دی او نیت د هغوی لپاره چه مړه شوی دی کوی دا جایز دی او دلیل پری دادی چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم قربانی د خپل او خپل فامیل له طرفه کوله چه بعضی غړی د هغه فامیل مړه شوی وو .
نبی صل اللّه وعلیه وسلم دخپل له طرفه او د خپل د فامیل له طرفه یو پسه قربانی کولو .
۲- کله چه یو سړی د قربانی کولو لپاره وصیت کوی د هغه وصیت په ځای کول ضروری دی مگر داچه د هغه مالی توان نلری دلیل پری دا آیت د قرآن دی:
نو چاچه وصيت بدل کړو وروستو د هغه نه چه هغه واوریده نو یقین اً گناه (د بدلولو) د هغه په هغه کسانو ده چه بدلوی وصیت لره یقیناً اللّه تعالٰی هر څیز لره لیدونکی او په هرڅه پوهه دی . (سوره البقره آیت ۱۸۱)
۳- د مړی لپاره جدا قربانی کول د نبی صل اللّه وعلیه وسلم نه ثابت دی ، نبی صل اللّه وعلیه وسلم نه دخپل فامیل هغه کسانو لپاره چه مړه شوی وو او د خپل مړه شوی کاکا لپاره چه حمزه رضی اللّه عنه وو قربانی نه ده کړی .
نافع علم چه د خپل روستو پریښی دی:
په نافع علم کی ټول دینی او دنیوی علوم چه نورو ته نفع رسوی داخل دی مگر دینی علوم اولیت کی دی .
صالح اولاد چه خپل روستو ئی پریښوی:
رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:
په جنت کی د سړی درجه اوچت کړی شی هغه وائی: د څه له سببه وشو؟ هغه ته اوویلی شی له سببه د دعا د ستا ځوی تا لره .
(سنن ابن ماجه 3660-1)
د مړی لپاره دعا غوښتل
د مړی لپاره دعا او مغفرت غوښتلو په باره کی اللّه تعالٰی فرمائی:
" او هغه کسان چه راځی روستو ددوی نه دوی وائي ای ربه ځمونږ بخنه اوکړی مونږ ته او ورونړو ځمونږ ته هغه چه مخکښی ځمونږ نه ئی حاصل کړی دی ایمان لره اومه اچوی په زړونو ځمونږ کښی خفگان دهغه چانه ایمان ئی راوړی دی ای ربه ځمونږ یقیناً ته شفقت کوؤنکی رحم کوؤنکی ئی .(سوره الحشر آیت ۱۰)
له سیدنا عثمان بن عفان رضی اللّه عنه نه روایت دی کله که نبی صل اللّه وعلیه وسلم مړی خخولو او فارغ کیدلو نو قبر سره معطل کیدلو او ویل ئی: «د خپل ورور لپاره استغفار اوکړئ او د ثابت قدمی دعا اوکړئ بی له شکه اوس د هغه نه پوښتنی کیږی» ، امام ابوداود "د یو راوی دسند د عبدالله د پلار نوم" بحیر بن ریسان بیان کړو .
(ابوداؤد ۳۲۲۱)
دا مستحب دی چه د مړی قبر له ورشی او هغه ته دعا اوکړی .
خلاصه:
د شرعی نصوصو نه چه ثابت دی ثواب دحج کولو د مړی له طرفه ، ثواب د صدقه کول د مړی لپاره ، ثواب د صدقه جاریه او ثواب د دعاگانو د ژوندی له خوا مړی ته رسیږی او مړی ته فایده ورکوی .