د ورځنی معمولاتو اذکار او آداب :
د اوبو د څښلو آداب:
مخکی د اوبو څښلو نه لوښی ته نظر اوکړئ خصوصاً دشپی په وخت کی ، رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم د هغه لوښی نه چه خوله ئی تنگه وی لکه مشک یا بوتل په خولی سره د اوبو د څښلو نه منع کړیده ددی وجی نه چه کومه مضره حشره پکی نه وی او د نقصان سبب ونه گرځی ، په شروع کی (بِسْمِ اللَّهِ) ووائی ، په ښی لاس سره وڅښئ ښه داده چه په ناسته سره وڅښئ ، په دری یا ډیرو ساه گانو سره وڅښئ , ټولی اوبه په یو ساه سره مه څښئ ، په آخر کی (الْحَمْدُ لِلَّهِ) ووائی ، د سرو اړسپین زرو لوخو کی اوبه مه څښئ .
د جامو اغوستلو آداب:
مخکی د جامو اغوستلو او ویستلو نه (بِسْمِ اللَّهِ) ووائی په اغوستلو کی د ښی طرف نه شروع کړئ او دغه دعا ولولئ:
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي كَسَانِي هَذَا وَرَزَقَنِيهِ مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّي وَلا قُوَّةٍ
(حمد او ستاینه خاص اللّه تعالٰی لره ده چه دغه جامه ئی په ما واغوستله او بغیر د زما کوشش او قوت نه ئی ماله راکړه) .
او دجامو په ویستلو کی د چپ خوانه شروع کړئ -
د نوی جامو د اغوستلو لپاره دغه دعا ولولئ:
اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ كَسَوْتَنِيهِ، أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِهِ وَخَيْرِ مَا صُنِعَ لَهُ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّهِ وَشَرِّ مَا صُنِعَ لَهُ
(ائ اللّه تعالٰی ، هرقسم ستاینه او حمد نالره ده ، او یواځی ته ئی چه دادی په ما اغوستلی دی ، زه د تانه ددی د خیر او خوبئ سوال کوم او د هغه خیر چه هغی لپاره گنډلی شوی دی ، زه دده شرنه تاله پناه غواړم او د هغه شر نه چه هغی لپاره دا گنډلی شوی دی) -
که بل څوک نوی جامی واغوندی هغه له دا دعا ولولئ:
تُبْلَى وَیُخْلِفُ اللَّهُ تَعَالَى
(دغه جامی زاړه کړی او اللّه تعالٰی ددی په بدله کی نوری نوی جامی درکړی) -
د کفش د اغوستلو آداب:
نبی صل اللّه وعلیه وسلم فرمائی:
" کله چه یو دستاسو نه کفس اغوندی د ښی طرف نه دی واغوندی ، او هرکله چه غواړی وباسی د چپ طرف نه دی وباسی ، او دواړه دی واچوی یا دواړه دی وباسی" .