د ورځنی معمولاتو اذکار او آداب :
انس رضی اللّه عنه وائی: رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم بیت الخلاء ته د داخلیدلو په وخت وئيل:
"ای اللّه تعالٰی! دنر او ښځینه شیاطینو د شر نه ، یا هره بله پلیدی او ناپاکئ نه ، تاته پناه غواړم" .
په چپه پښه سره بیت الخلاء ته دننه شئ او د بیت الخلاء نه د وتلو په وخت کی په ښی پښه سره بهر شئ او دغه دعا ولولئ:
(یا اللّه! ستانه دمغفرت په امید!)
استفاده د چپ لاس څخه:
نبی صلی الله علیه و سلم فرمائی:
هرکله چه تاسو نه یو بول اوکړی باید خپل آلت په ښی لاس و نه نیسی او نه په ښی لاس سره استنجاء اوکړی.
مخ یا شا قبلی ته نه کول:
نبی صلی الله علیه و سلم فرمائیلی دی:
هرکله چه قضای حاجت ته ځئ ، د ادرار یا نجاست کولو په وخت کی ، نه مخ قبلی ته کړئ او نه هغه ته شا اوکړئ بلکه مخ یا مشرق یا مغرب ته کړئ.
ولی که چیری یو مکان لکه اوسنی تشنابونه وی ، بعضی ائمه دی کار ته جائز وئیلی دی.
د عائشه رضی اللّه تعالٰی نه منقول دی کله چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم د خوب بستری ته تللو خپل د دواړو لاسونو اورغوی به ئی یوځای کړل (لکه د دعا کولو) او دری آخری سورتونه د قرآن کريم یعنی یعنی قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ ، قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلۡفَلَقِ ، قُلۡ أَعُوذُ بِرَبِّ ٱلنَّاسِ لوستل او د لاسونو په اورغوی کی به ئی چف کړل او ډیر لږ لاړی به ئی تو کړل او خپل لاسونه به ئی په خپل ټول بدن باندی چه کولی به ئی شول را به خکل ، د خپل مخ او سر او د بډن مخکنی حصی نه به ئی شروع کوله ، دا عمل به ئی دری ځله تکرارولو.
یو ځل آیة الکرسی ولولی -
د عبداللّه بن مسعود رضی اللّه عنه نه روایت دی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: چه هرچا د سوره البقره دوه آخری آیتونه په شپه کی تلاوت کړل دغه به ده لپلره کافی شی ، د کافی معنی محدثینو لیکلی ده چه د شپی د هر آفت نه د نجات لپاره به ده لره کافی شی یا په معنی ده چه د شپی قیام لره به ده لره کافی شی .
نوفل رضی اللّه عنه فرمائی: چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم ورله ړفرمائیل: چه «قل يا أيها الكافرون» ولوله دغه تمام کړه بیا ویده شه ، ځکه چه دغه سورت برائت دشرک نه ده .
د سُبْحَانَ اللهِ ویل دری دیرش ځله ، الْحَمْدُ لِلهِ دری دیرش ځله او اللهُ أَكْبَرُ څلوردیرش ځله مخکی د ویده کیدو نه .
مخکی د ویده کیدو نه دی اودس اوکړی دغه دعا ولولی او په ښی اړخ دی ویده شی:
«ائ اللّه تعالٰی، ستا په نوم سره مړ کیږم او ژوندی کیږم»
دخوب نه د پاڅیدو په وخت کی دغه دعا ولولی:
«حمد او ثنا خاص اللّه تعالٰی لره ده چه وروسته د مړه کولو نه دوباره ژوندی کړم او ژوندی کیدل او ورگرځیدل ټول هغه ته دی»
جابر رضی اللّه عنه فرمائی نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمائیل:
«کله چه هوا تیاره شی ، خپل ماشومان مه پریږدئ (چه د کور نه بهر شی» ځکه په دی وخت کی ، شیاطین خوریږی ، او کله چه څه حصه د شپی تیره شوه ، هغوی آزاد پریږدئ ، بیا بسم اللّه ووایه د خپل کور دروازه بنده کړه ، بسم اللّه ووایه او څراغ مړ کړه او بسم اللّه ووایه د خپل مشک خوله بنده کړه او بسم اللّه ووایه د خپل کور لوخی وپوښه . که څه هم د لرگی یوه قطعه وی که چیری یوه برخه هم وپوښی".
د ابوبرزه رضی الله عنه نه روایت دی: نبی صلی الله علیه وسلم ویده کیدل مخکی د عشاء نه او خبری کول وروستو د هغه نه مکروه گڼل .
البته ضروری او مفید خبری لکه دیو خاوند د مهربانئ خبری د خپل ښځی او بچو سره په بناء د یو دلیل مکروه نه ده .