Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

د ورځنی معمولاتو اذکار او آداب :

سفر ته د تللو آداب:

سفر باید په ښه او نیک نیت سره وی ، سفر د هغه څیز د پاره وی چه سبب د رضاء د اللّه تعالٰی وگرځی نبی صل اللّه وعلیه وسلم فرمائیلی دی:
هرڅوک چه د کور نه بهر ته خی دده د کور په دروازه باندی دوه بیرغه وی ، یو د ملائيک په لاس کی او بل د شیطان په لاس کی ، که چیری سړی د هغه څیز لپاره چه اللّه تعالٰی خوښ لری بهر شی ، ملائیک خپل بیرغ سره د هغه سره شی او دی ددی ملائیکی د بیرغ لاندی وی تر هغه چه د سفر نه را وگرځی ، ولی که چیری د هغه څیز دپاره چه د اللّه تعالٰی د قهر او ناراضئ سبب گرځی بهر شی هغه شیطان د خپل بیرغ سره ورسره شی او تر هغه وخته پوری چه دوباره را گرځی د شیطان د بیرغ لاندی به وی.
د خپلو دوستانو سره مشوره اوکړی او مخکی د وتلو نه د سفر په قصد استخاره وکړی ، آمانتونه دی ورکړی او خپل کورنئ ته وصیت اوکړی ، نبی صل اللّه وعلیه وسلم فرمائي:
د مسلمان د پاره مناسب نه دی ، په داسی حال کی چه مالک د یو څیز وی چه په هغه کی وصیت صورت نیسی او هغه دوه شپی تیروی ، مگر داچه وصیت ئی ورسره لیکلی وی .
مخکی د سفر نه مسلمان کوشش کوی چه دوه رکعته لمونخ اوکړی ، د نبی صل اللّه وعلیه وسلم نه روایت شوی دی چه فرمائیلی دی: (ما خلف عبد علی أهله أفضل من رکعتین یرکعهما عندهم حین یرید سفرًا) یعنی: «بنده دخپل کورنئ دپاره بهتر د دوه رکعت لمونځ نه چه د سفر په وقت د هغوی سره لولی ، په ځای نه پریږدی».
دکورنه د وتلو په وخت کی ووائی:
(بسم الله، توکلتُ علی الله. لا حول ولا قوة إلا بالله. رب أعوذ بک أن أضل أو أُضََلَّ، أو أزل أو أُزَل أو أظلم أو أُظلم، أو أجهل أو یجهل علی)

یعنی: «د اللّه تعالٰی په نامه. په اللّه تعالٰی می توکل کړی دی، ای اللّه تعالٰی! پناه غواړم تاله له دی نه چه گمراه کړم یا گمراه شم ، لغزش اوکړم یا بل لغزش کړم ، ظلم اوکړم یا ماباندی ظلم اوکړی شی ، د جاهلانو کار اوکړم یا په ما باندی اوکړی شی» .
په سورلئ باندی د سوریدو په وخت کی (بِسْمِ اللَّهِ) ووائی او په ښی پښه سور شی وروستو د سوریدو نه دغه دعا ولولی:
سُبْحانَ الَّذِی سَخَّرَ لَنا هذا وَما کنّا لَهُ مُقْرِنِینَ وَ إِنّا إِلی رَبِّنا لَمُنْقَلِبُونَ.

(پاک دی هغه ذات چه دا سورلئ مونږ له مسخر کړه ، که نه مونږه ددی طاقت نه لرلو ، او مونږه خپل رب تا را گرځو) .
او بیا دغه دعا ولولی:
اللهم إنا نسألک فی سفرنا هذا البِرَّ والتقوی ومن العمل ما ترضی. اللهم هوِّن علینا سفرنا هذا، واطوِ عنَّا بُعْدَه. اللهم أنت الصاحب فی السفر، والخلیفة فی الأهل. اللهم إنی أعوذ بک من وَعْثَاء السفر، وکآبة المنظر، وسوء المنقلب فی المال والأهل)

یعنی: «ائ اللّه تعالٰی مونږه په دی سفر کی له تانه نیکوکاری او تقویٰ او هغه عمل چه ته خوښوی غواړم ، ای اللّه تعالٰی دغه زمونږه سفر په مونږ باندی آسان کړی ، او لری والی ددی مونږ ته لنډ کړی ، ائ اللّه تعالٰی ته په سفر کی ملگری او د کورنئ سرپرست ئی ، ائ ربه! مونږه د سفر د سختئ نه او د غم انگیز منظری نه او د بد نظر د بدئ نه په مال او کورنئ او اولاد تاته پناه غواړو».
(اوکله چه سفر نه وگرځیدو دغه دعا ولولی:)
آيِبُونَ تَائِبُونَ عَابِدُونَ لِرَبِّنَا حَامِدُونَ

(په داسی حال کی را گرځو چه توبه کوونکی یو او عبادت کوونکی یو او یواځی د خپل رب شکر او ستاینه کوو) .
مستحب دی چه د جمع د خلکو سره سفر اوکړی ، ځکه د حدیث د عمر رضی اللّه عنه نه چه وویل چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: که چیری خلک په هغه څه پوهیدی چه زه پوهیږم د یواځی توب په باره کی ، هیچا هیڅکله په شپه کی یواځی سفر نه کولو .
هوښیارترین فرد د خپل ډلی د امیر (رهبر) په حیث انتخاب کړئ , هرکله چه کلی یا ښار ته ننوځی دغه دعا ولولی:
اللَّهُمَّ أسْأَلُكَ خَيْرَ هَذِهِ القَرْيَةِ وخَيْرَ أهْلِهَا، وخَيْرَ مَا فِيهَا، وأعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّهَا، وشَرِّ أهْلِهَا، وشَرِّ مَا فِيْهَا

(ائ اللّه تعالٰی له تانه ددی کلی خیر او سلامتیا او ددی د اوسیدونکو خیر او نیکی او هغه خیر چه په دی کی دی غواړم او تاته د شر د بدئ نه او د شر او شرارت د اهل ددی نه او د هغه شر او بدئ نه چه په دی کی دی پناه غواړم) .
هرکله چه یوځائ کی دیره کیږی دا دعا ولولی:
أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّةِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ

(زه د اللّه تعالٰی په کامل کلماتو سره ، د هغه د مخلوقاتو د ضرر نه پناه غواړم) .
په بیرته راتلو کی د خپل د کور لپاره تحفه واخلی او مخکی د کور ته د ننوتلو نه مسجد ته لاړشی او دوه رکعته مونځ ادا کړی او په دی ضمن کی خپله کورنئ د خپل راتگ نه خبر کړی .
د مقیم دعا د مسافر لپاره:

أَسْتَوْدِعُ اللَّهَ دِينَكَ وَأَمَانَتَكَ وَخَوَاتِيمَ عَمَلِكَ

(دین دی او امانت سرانجام د اعمال او د کارونو دی اللّه تعالٰی ته سپارم) .
د مسافر دعا مقیم لپاره:

أَسْتَوْدِعُكَ اللَّهَ الَّذِى لاَ تَضِيعُ وَدَائِعُهُ

(تا په اللّه تعالٰی سپارم چه خپل امانتونه ئی نه دی ضایع کړی او نه نابود کوی) .
بازار ته د ورننوتو دعا:

لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ حَيٌّ لايموتُ بِيَدِهِ الْخَيْرُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

(هیڅ معبود (او حاکم) بغیر د اللّه تعالٰی نه نیشته په داسی حال کی چه یکی یواځی دی او هیڅ شریک ئی نه ډی لرلی او پادشاهی او حاکمیت خاص هغه لره ده دارنگه هر ستائینه او ثنا هم هغه لره ده ، هغه دی چه ژوندی کول کوی او مړه کول کوی او هغه ژونډی دی چه مرگ ورله نه راځی او نه فنا کیږی او ټول خیرونه او نیکئ د هغه په لاس او قدرت کی دی هغه په هرڅیز مطلق او کامل طاقت لری) .
د عبدااللّه ابن عمر رضی اللّه عنه روایت دی چه یو سړی (حبان بن منقذر رضی اللّه عنه) نبی صل اللّه وعلیه وسلم ته عرض اوکړو چه هغه اکثر په اخستلو خرڅولو کی دوکه کیږی ، نبی صل اللّه وعلیه وسلم هغه ته وفرمایل کله چه ته د کوم شی اخستل او خرڅول کوی داسی ووایه:
(لَا خِلَابَةَ)

وروره د چل او فریب کار نه دی
مسجد ته د داخلیدو آداب:

په ښی پښی سره مسجد ته داخل شی او دغه دعا ولولی:
اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ

(ای اللّه تعالٰی ، خپل د رحمت دروازی په ما خلاصی کړه) .
رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم فرمائی:
هرکله چه مسجد ته داخل شئ مخکی د کیناستو دوه رکعته لمونځ وکړئ .
نبی صل اللّه وعلیه وسلم فرمائی: کله چه مو ولیډل څوک په مسجد کی اخیستل او خرڅول کوی ، هغه ته ووائی: اللّه تعالٰی دی په تچارت کی نفع در نکړی ، و هرکله چه مو ولیدل چه څوک په مسجد کی ورک شوی څیز لټوی ، هغه ته ووائی:
اللّه تعالٰی دی تالره واپس نکړی .
نبی صل اللّه وعلیه وسلم فرمائی: کله چه مو د اقامت آواز واوریدو لمانځه طرف ته لاړ شئ او هغی طرف ته په آرامئ او وقار سره ولاړ شئ ، په تیزئ سره مه ځئ ، څه چه مو ونیول ادا کړئ ، او څه چه پاتی شوی دی مکمل کړئ .
نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:
پوه شئ چه تاسی ټول د اللّه تعالٰی سره مناجات کوئ ، پس بعضی له ستاسو نه بعضی نور ونه زوروی او یوه ډله د ستاسو په «قرائت» یا «لمونځ» کی خپل آواز زیات د حد نه په نورو اوچت نکړی ، او په بل روایت کی دی چه: «بعضی له ستاسونه په آواز اوچتلو سره نورو ته مشکل ایجاد نکړی» .
په چپه پښی سره د مسجد نه بهر شی او دغه دعا ووائی:

اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ

(ای اللّه تعالٰی زه (په ټول وجود او تاکید) له تانه ، فضل او رحمت او بی حسابه بخشش غواړم) .
د آذان د آوریدلو آداب:

هرکله چه د مؤذن آواز آوری هماغه کلمی تکرار کړی ولی د «حَيَّ عَلَى الصَّلاةِ» او «حَيَّ عَلَى الفَلَاح» په ځای دی «لا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ» ووائی (هیڅ قدرت او قوت او طاقت بغیر د ارادی او قدرت د اللّه تعالٰی نه نیشته) .
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
هرڅوک د آذان نه وروستو دغه دعا ووائی:
«اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاةِ الْقَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الْوَسِيلَةَ وَالْفَضِيلَةَ، وَابْعَثهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ»

د قیامت په ورځ به زما شفاعت ورله حلال شی ، ددعا ترجمه: ائ ربه، ای ددی کامل دعوت (آذان) مالکه او د هغه لمونځ چه همدا اوس به ادا کیږی ، محمد صلى الله عليه وسلم ته وسیله (په جنت کی یوه درجه ده) او فضیلت ورکړه او هغه ستا د وعدی په کولو سره مقام محمود (شفاعت) ته ورسوه .
د ﺍﻧﺲ ﺭﺿﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ څخه روایت دی چه نبی ﺻﻠﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ وفرمایل:
ﺍﻟﺪﻋﺎﺀ ﻻﻳﺮﺩ ﺑﻴﻦ ﺍﻷﺫﺍﻥ

ﻭ ﺍﻹﻗﺎﻣﺔ(دعا د آذان او اقامه په مینځ کی نه رد کیږی .
د اودس نه وروسته دعاگانی:

أَشْهَدُ أَنْ لا إِلٰهَ اِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ

(شهادت ورکوم په دی چه هیڅ معبود (او حاکم او شارع) بغیر د اللّه تعالٰی نه وجود نلری په داسی حال کی چه هغه یکی یواځی دی او هیڅ شریک نلری او شهادت ورکوم په دی چه محمد صل اللّه وعلیه وسلم بنده او پیغمبر د هغه دی) .

اللَّهُمَّ اجْعَلْنِی مِنَ التَّوَّابِینَ وَاجْعَلْنِی مِنَ الْـمُتَطَهِّرِینَ

(ائ اللّه تعالٰی ما د توبه کوونکو او پښیمانه کیدونکی د گناهونو نه او د پاکانو نه وشمیره) .