Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

د ورځنی معمولاتو اذکار او آداب :

د مجلس نه پاڅیدو د کفاری دعا:

من جلس فی مجلس فکثر فیه لَغَطُه فقال قبل أن یقوم من مجلسه ذلک:
«سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ ، أَشْهَدُ أَنْ لا إِلَهَ إِلا أَنْتَ ، أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ» إلّا غُفِرَ له ما کان فی مجلسه ذلک .

(الترمذی).
نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:
څوک چه په مجلس کی کینی چه په هغه کی مختلفی خبری رد او بدل شی ، مخکی د پریښودو د هغه مجلس نه دغه دعا ووائی اللّه تعالٰی د هغه گناهونو څخه چه په دی مجلس کی تیر شوی مغفرت کوی .
هرکله څوک یو ورور مسلمان د اللّه تعالٰی لپلره دوست گڼی باید ورله ووائي:

د انس بن مالک رضی الله عنه نه روایت دی چه یو سړی د نبی صلى الله عليه وسلم سره وؤ: یو شخص د هغه څای نه تیر شو ، هغه سړی وویل: ای د اللّه تعالٰی رسوله: زو دغه سړی سره محبت لرم ، نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: «أَأَعْلمتَه؟»: «آیا هغه دی دغی محبت نه خبر کړی؟» سړی وویل: نه ، نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: «أَعْلِمْهُ»: «خبر ئی کړه» ، دغه سړی هغه شخص ته ولاړو او ورله ئی وویل: زه تا سره د اللّه تعالٰی د رضا لپاره محبت کوم ، هغه سړی ځواب ورکړو: هغه ذات چه د چا لپاره ما سره محبت کوی ، تا سره دی محبت اکړی .
هرکله یو مسلمان خپل یو مسلمان ورور په خندا ووینی ووائی:

أَضْحَكَ اللَّهُ سِنَّكَ

(اللّه تعالٰی دی ستا غاښونه وخندوی (تالره همیشه خوشحاله او خوښ کړی) .
هرکله چا پرنجی اوکړو ووائی:

الْحَمْدُ لِلَّهِ

(حمد او ثنا یواځی خاص اللّه تعالٰی لره ده) ، او هرڅوک چه دغه دعا واوری په ځواب کی ووائی:
يرْحَمُكَ اللَّهُ

(اللّه تعالٰی دی په تا رحم اوکړی) .
د نوی میوی د رسیدلو د لیدلو دعا:

عَنْ أَبِی هُرَیْرَهَ رضی الله عنه أَنَّهُ قَالَ: کَانَ النَّاسُ إِذَا رَأَوْا أَوَّلَ الثَّمَرِ جَاءُوا بِهِ إِلَى النَّبِیِّ صلی الله علیه وسلم فَإِذَا أَخَذَهُ رَسُولُ اللهِ صلی الله علیه وسلم قَالَ: «اللَّهُمَّ بَارِکْ لَنَا فِی ثَمَرِنَا، وَبَارِکْ لَنَا فِی مَدِینَتِنَا، وَبَارِکْ لَنَا فِی صَاعِنَا، وَبَارِکْ لَنَا فِی مُدِّنَا…»، قَالَ: ثُمَّ یَدْعُو أَصْغَرَ وَلِیدٍ لَهُ فَیُعْطِیهِ ذَلِکَ الثَّمَرَ .

ابوهریره رضی الله عنه وائی: هرکله چه خلکو اولنی پاخه میوی ئی لیدلی ، هغه ئی رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم ته راوړل ، رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وروسته د میوی اخستلو نه فرمایل: «یا اللّه! زمونږ په میوو کی ، ښار ، صاع او مد (د تللو واحد) کی برکت واچوی» ، راوی وائی: په دغه وخت کی رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم تر ټولو نه وړوکی هلک چه لیداو ، را غوښتلو او دغه میوه ئی هغه له ورکوله .
د نوی میاشت د لیدلو دعا :

اللهُ أَکْبَرُ، اللَّهُمَّ أَهِلَّهُ عَلَیْنَا بِاْلأَمْنِ وَاْلإِیْمَانِ، وَالسَّلاَمَةِ وَاْلإِسْلاَمِ، وَالتَّوْفِیْقِ لِمَا تُحِبُّ رَبَّنَا وَتَرْضَی، رَبُّنَا وَرَبُّکَ اللهُ

(اللّه اکبر ، ای اللّه تعالٰی! میاشت مونږ لره په امنیت او ایمان او سلامتی او اسلام او د هغه عمل توفیق چه ته دوست لری او خوښوی ، نوی کړی زمونږه رب او ستا رب ائ میاشت اللّه تعالٰی دی) .
د قرض نه د خلاصیدو دعا:

د علی رضی الله عنه روايت دی: یو غلام ، چه د خپل صاحب په موافقت سره د خپل آزادیدلو د روپو پیدا کولو لټولو کی وؤ ، ورله راغی او وویل: زه د خپل آزادئ د روپو د پیدا کولو نه ناتوانه یم ، زما مدد وکړه ، علی رضی الله عنه وویل: آیا څو کلمی تاته وښایم چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم ما لره وخوډل؟ که چیری د یو غر په اندازه قرض ولری ، د دغه کلماتو په ویلو سره ، اللّه تعالٰی د دغه کلماتو په ویلو سره سبب د ادا کولو د ستا قرض فراهم کوی ، ووایه:
«اللَّهُمَّ اكْفِنِي بِحَلاَلِكَ عَنْ حَرَامِكَ، وَأغْنِنِي بِفَضْلِكَ عَمَّنْ سِواكَ»

«يا اللّه تعالٰی: مالره په حلالو سره د هغه څه نه چه تا حرام کړی دی کفایت وفرمایه او په خپل فضل سره مالره د خپل غیر نه بی نیازه کړی».