د ورځنی معمولاتو اذکار او آداب :
د بد نظر نه د بچ کیدو دعا:
اَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّةِ مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ وَهَامَّةٍ وَمِنِ عَيْنٍ لاَمَّةٍ
(د هر شیطان نه ، د مضره حشری نه او نظر کوونکی سترگو نه د اللّه تعالٰی کامل کلماتو ته ، پناه وړم) .
هر کله تیزه سیلئ شی ووائی:
د عايشه رضی الله عنها نه روایت دی چه وائی: کله چه باد چلیدلو ، رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم (دغه دعا) لوستله:
«اللَّهُمَّ إنِّي أسْألُكَ خَيْرَهَا وَخَيْرَ مَا فِيهَا وَخَيْرَ مَا أُرْسِلَتْ بِهِ، وأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّهَا وَشَرِّ مَا فِيهَا وَشَرِّ مَا أُرْسِلَتْ بِهِ»
«ای اللّه تعالٰی ، خیر ددی باد او خیر د هغه چه په دی کی دی او هغه خیر او فایده چه د هغی د پاره لیږلی شوی دی ، له تا نه غواړم او ددی باد دشر نه او دهغه څیز شر نه چه په دی کی دی او هم د هغه شر نه چه د هغی دپاره رالیږلی شوی دی ، تاته پناه وړم» .
د عبداللّه ابن عمر رضی اللّه عنهما نه روایت دی نبی صل اللّه وعلیه وسلم کله چه به د تندر آواز آوریدلو فرمایل ئی:
(اللَّهُمَّ لاَ تَقْتُلْنَا بِغَضَبِكَ وَلاَ تُهْلِكْنَا بِعَذَابِكَ وَعَافِنَا قَبْلَ ذَلِكَ)
ای اللّه تعالٰی ته په خپل غضب سره مونږه هلاک مه کړی ، خپل عذاب سره مونږه هلاک مه کړی ، او مخکی د داسی وخت راتللو نه مونږه وبخی .
دعا د لیدلو د هغه خلکو چه په مصیبت او بلا اخته شوی وی:
د ابوهریره رضی اللّه عنه نه روایت دی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: چه یو کس بل کس مبتلاء په یو مصیبت کی ووینی باید ووائی:
(الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي عَافَانِي مِمَّا ابْتَلاَكَ بِهِ وَفَضَّلَنِي عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقَ تَفْضِيلاً)
(ټول تعریفونه اللّه تعالٰی لره دی چاچه زه دغه مصیبت نه بچ کړم ، د هغه نه چه ته ئی پری اخته کړی ، او مالره ئی فضلیت راکړو په خپلو ډیرو مخلوقاتو باندی) پس هر وخته پوری دغه سړی ژوندی وی ، دغه مصیبت نه به محفوظ وی ، که هغه هررنگه وی .
د افطار دعا او سحری خوړل:
د افطار دعا:
اللهم إنی لک صمت و بک آمنت و علیک توکلت و علی رزقک أفطرت ،
(ای اللّه تعالٰی ستا دپاره می روژه ونیوله ، او پر تا می ایمان راوړو او پر تا می توکل اوکړو ، او ستا په رزق می افطار اوکړو .
ابوسعید خدری رضی اللّه عنه روایت کوی چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:
السَّحورُ أُكْلةُ بَرَكةٍ، فلا تَدَعوه، ولو أنْ يَجرَعَ أَحَدُكم جُرْعةً من ماءٍ؛ فإنَّ اللهَ وملائكتَه يُصلُّونَ على المُتَسَحِّرينَ .
(خوړل د سحری بابرکت دی ، هغه مه پریږدئ که څه هم د یو گوټ اوبو په اندازه وی ، ځکه چه اللّه تعالٰی او ملائیک په سحری کوونکو رحمت رالیږی) .
سلمان بن عامر رضی اللّه عنه روایت کوی چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:
إذا أفطر أحدكم فليفطر على تمر فإنه بركة ، فإن لم يجد فليفطر على ماء ، فإنه طهور
(هرکله چه افطار کوئ په څو دانو خرما سره افطار اوکړئ ځکه برکت دی ، که چیری خرما نه وی په څو گوټ اوبو سره افطار اوکړئ ځکه چه پاک دی) .
د سهل بن سعد ساعدی رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وفرمایل:
«لا يَزَالُ النَّاسُ بِخَيْرٍ مَا عَجَّلُوا الْفِطْرَ»
«تر هغه وخته پوری چه خلک په افطلر کولو کی عجله وکړی ، همیشه په خیر او نیکئ کی به اوسی».
د ابن ماجه روایت دی چه عبدالله بن عمرو وائی:
«إن للصائم عند فطره دعوة ما ترد»
(ابن ماجه: 17530)
د روژه نیوونکی لپاره د افطار په وخت کی دعا ده چه نه رد کیږی .
د مریض د عیادت دعا:
د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما نه روایت دی چه وائی: رسول الله صلى الله عليه وسلم دیو بدو (کوچی) عیادت له ولاړو او کله چه به د چا عیادت ته ولاړو فرمایل به ئی:
«لا بَأسَ؛ طَهُورٌ إنْ شَاءَ اللهُ»
«مشکل نیشته ، ان شاءالله چه دغه مریضی پاک کوونکی (د گناهونو نه) دی».
قبرستان ته تللو دعا:
السَّلَامُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الدِّيَارِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ، وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ بِكُمْ لَاحِقُونَ، نَسْأَلُ اللَّهَ لَنَا وَلَكُمُ الْعَافِيَةَ
(سلام پر تلسو ای اهل او اوسیدونکی ددی ځای (هدیری) د سړو او ښځو مؤمنو او مسلمانو نه ، مونږ هم که چیری اللّه تعالٰی وغواړی تاسو سره به یو ځای شو او خپل ځان لپاره او تاسو لپاره د اللّه تعالٰی نه عافیت او سلامتی غواړو) .
د مړی کورنئ ته د تسلیت دعا:
إِنَّ ِللهِ مَا أَخَذَ، وَلَهُ مَا أَعْطَى وَكُلُّ شَيْءٍ عِنْدَهُ بِأَجَلٍ مُسَمَّى … فَلتَصْبِرْ وَلْتَحْتَسِبْ
(هغه کوم چه اللّه تعالٰی واخیست ، د هغه خپل وو ، او هغه څه چه ئی ورکړی هغه هم د هغه خپل دی ، حقیقتاً هر څیز معین وخت لری ، ځکه باید صبر اوکړی او د ثواب امید ولری)
د مړی په قبر کی د ایښیدو دعا:
بِسْمِ اللهِ وَعَلَى مِلَّةِ رَسُوْلِ اللهِ
(په نوم د اللّه تعالٰی او د رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم د سنت په مطابق مړی په قبر کی ږدم)
د مړی د دفن نه وروسته دعا:
أَللَّهُمَّ اغْفِرْ لَهُ أَللَّهُمَّ ثَبِّتْهُ
(یا اللّه! دی وبخه او دده قدمونه (د منکرنکیر د سوالونو ځواب کی) مضبوط کړه) .