Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

د ورځنی معمولاتو اذکار او آداب :

دخپل قرض د ادا کولو په وخت کی دعا:

کله چه خپل قرض د هغی صاحب ته سپاری دا دعا ووائی:
بَارَكَ اللَّهُ لَكَ فِي أَهْلِكَ وَمَالِكَ

(اللّه تعالٰی دی ستا په کورنئ کی او مال او دولت کی برکت او خیر درکړی) .
د مصیبت او نقصان رسیدلو په وخت کی دعا:

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ، اللَّهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي، وَاخْلُفْ لِي بِخَيْرٍ مِنْهَا

(په رشتیا سره مونږه ټول ملکیت د اللّه تعالٰی یو (د هغه بندگان او د هغه په ملکیت کی یو) او یقیناً هغه طرف ته ورگرځو ، ای اللّه تعالٰی په دی بلا او مصیبت کی مالره ، اجر او بخشش راکړه او بهتر د هغه نه (د هغه څه نه چه ما له لاسه ورکړی) ما له مقدر کړی) .
هرکله مسلمان له دښمن او حاکم او یا حکومت نه وویریده ووائی:

اللَّهُمَّ اكْفِنِيهِمْ بِمَا شِئْتَ

(ای اللّه تعالٰی په خپله هغوی هر رنگه او د هر شی په واسطی چه غواړی دهغوی کفایت وکړه)
هرکله یو مسلمان په وسوسو اخته شی‌:

قَالَ رسول اللّٰه ﷺ: يَأْتِى الشَّيْطَانُ أَحَدَكُمْ فَيَقُولُ مَنْ خَلَقَ كَذَا وَمَنْ خَلَقَ كَذَا حَتَّى يَقُولَ: مَنْ خَلَقَ رَبَّكَ؟ فَإِذَا بَلَغَ ذلكِ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ، وَلْيَنْتَهِ (وَفيِ رَاوِيَةٍ فَلْيَقُل) آمَنْتُ بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ

(رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:
شیطان هریو د ستاسو ته راځی او وائی: چا دا پیدا کړل؟! چا دا دغه شان پیدا کړل؟! تر هغی چه وائی: چا ستا پروردگار پیدا کړو؟! هرکله چه دغه ځای ته ورسیدو باید چه اللّه تعالٰی ته پناه یوسی او دغه وسوسه دفع کړی او ختم ئی کړی ، (په بل روایت کی راغلی دی چه باید ووائی:) په اللّه تعالٰی او دهغه په رسول می ایمان راوړی دی)
د استسقا دعا باران لپاره:

اللَّهُمَّ أَغِثْنَا، اللَّهُمَّ أَغِثْنَا، اللَّهُمَّ أَغِثْنَا

(ای اللّه تعالٰی پر مونږ باران ووروی ، ای اللّه تعالٰی پر مونږ باران ووروی) .
دعا د ډیر باران د وریدو په وخت کی:
اللَّهُمَّ صَیِّبًا نَافِعًا

(ای اللّه تعالٰی فایده مند باران وی)
اللَّهُمَّ حَوَالَیْنَا، وَلاَ عَلَیْنَا، اللَّهُمَّ عَلَى الآکَامِ وَالجِبَالِ وَالآجَامِ وَالظِّرَابِ وَالأَوْدِیَهِ وَمَنَابِتِ الشَّجَرِ

(ای اللّه تعالٰی دا باران زمونږه شاوخوا ته نازل کړه نه په مونږ باندی ، ای اللّه تعالٰی دغه په غرونو او تپو او د خوړونو په زړه کی او ونو د ټوکیدو په ځای کی نازل کړه)
د هغه کس لپاره دعا چه تاله د خیر کار سرته ورسوی:

جَزَاكَ اللَّهُ خَيْرًا

(اللّه تعالٰی دی تالره نیک او ښه بدله درکړی) .
هرکله یو مسلمان په غصه شی ووائی:

أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيم

(د شر او حیلو او وسوسو د رټلی شوی او سنگسار شوی شیطان نه اللّه تعالٰی ته پناه وړم) .
هرکله د یو کار کول په یو مسلمان باندی سخت او گران شی ووائی:

اللهم لا سَهْلَ إلا ما جَعَلْتَهُ سَهْلاً وَأنْتَ تَجْعَلُ الْحَزْنَ اِنْ شِئْتَ سَهْلاً

(ای اللّه تعالٰی هیڅ آسانه کار نیشته مگر هغه چه تا آسانه کړیده او که چیری ته وغواړی سختئ او تکلیفونه آسانه کوی) .
هرکله یو مسلمان ته یو کار اوشی چه دهغه د خوشحالئ سبب اوگرځی ووائی:

ام المؤمنین عائشہ رضی اللہ عنہا فرمائی: چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم کله چه یو څیز چه هغه خوښ وو (چه هغه د خوشحالئ سبب گرځیدلو) ولیدلو فرمائل ئی:
(الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي بِنِعْمَتِهِ تَتِمُّ الصَّالِحَاتُ)

ټول تعریفونه هغه اللّه تعالٰی لره دی چه د هغه مهربانئ د وجی نه ټول نیک کارونه سرته رسیږی ، او کله چه کوم ناخوښه څیز به ئی ولیدلو فرمائیل به ئی: (الْحَمْدُ لِلَّهِ عَلَى كُلِّ حَالٍ) په هر حال کی د اللّه تعالٰی شکر دی .