Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

اذکار د مانځه دکولو په وخت کی:

وروسته د لمانځه نه اذکار:

الله اکبر ، أَسْتَغْفِرُ اللهَ أَسْتَغْفِرُ اللهَ أَسْتَغْفِرُ اللهَ أَللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلاَمُ وَمِنْكَ السَّلاَمُ، تَبَارَكْتَ يَا ذَا الْـجَلاَلِ وَالْإِكْرَامِ

(اللّه تعالٰی لوی دی ، د اللّه تعالٰی نه بخنه غواړم (دری واری) یا اللّه! ته سلام ئی او سلامتیا ستا له طرفه ده ، ته ډیر برکت والا ئی ، ای د عظمت او لوی خاونده) .
لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْـمُلْكُ وَلَهُ الْـحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ، أَللَّهُمَّ لاَ مَانِعَ لِـمَا أَعْطَيْتَ، وَلاَ مُعْطِيَ لِـمَا مَنَعْتَ، وَلاَ يَنْفَعُ ذَا الْـجَدِّ مِنْكَ الْـجَدُّ

( (برحق) معبود بغیر د اللّه تعالٰی نه نیشته ، شریک نلری ، پادشاهی هغه لره ده ، ستاینه هغه لره ښائی او هغه په هر څیز قدرت لرونکی دی ، یااللّه! ته هرڅه ورکړی څوک د هغه مانع نشی کیدی ، او هغه څه ته منع کړی ، هیڅ څوک نشی کولی چه هغه ورکړی ، دولت د دولت مند هغه لره د عذاب نه نشی بچ کولی ، او «ټول شوکت او» دولت تا لره دی) .
اللَّهُمَّ أَعِنِّى عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ

(یااللّه! ما لره توفیق راکړه ترڅو تا یاد کړم ، او ستا شکر گذار ر اوسم ، اوپه ډیر ښه طریقه ، بندگی اوکړم) .
لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

(هیڅ معبود او حلکم او شارع بغیر د اللّه تعالٰی نه نیشته ، او په دی صفاتو کی یواځی او یو دی او هیڅ شریک او مثل نلری ، پادشاهی او حاکمیت یواځی هغه لره ده ، او حمد او ستاینه خاص هغه لره ده او هغه په هر څیز طاقت لرونکی او قدرت والا دی) .
ورړسته د هر لمانځه نه یوځل:
اللهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ لاَ تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلاَ نَوْمٌ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَىْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَلاَ يَؤُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ ()

(اللّه تعالٰی نیشته حق دار دبندگئ‌ سیوا دهغه نه ژوندی دی (همیشه) انتظام کؤونکی دټول عالم ، نه راځی په ده هیڅ غفلت اونه خوب ، خاص دهغه په اختیارکښی دی هغه څه چه په آسمانانوکښی ، اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی ، څوک دی هغه کس چه سفارش اوکړی په نزد دده مگرپه اجازت دده ، پوهیږی په هغه څه چه مخکښی ددوی دی اوهغه څه چه روستو ددوی دی اوطاقت نه لری دوی دهیڅ څیز دعلمونودهغه نه مگرپه هغه څه چه اوغواړی اللّه تعالٰی ځای کړی دی کرسئ دهغه آسمانونواوځمکی لره نه ستړی کوی هغی لره ساتنه ددی دواړو اودی بره دی لوی دی ).
وروسته د سهار او ماښام لمانځه نه دری واری او نورو لمونځو کی یوځل ولوستلی شی:
قُـلْ هُـوَ اللهُ أَحَـدٌ …..( الإِخْـلاصْ ) قُـلْ أَعـوذُ بِرَبِّ الفَلَـقِ…..( الفَلَـقْ ) قُـلْ أَعـوذُ بِرَبِّ النّـاسِ…..( الـنّاس) .

سُبْحَانَ اللهِ، الْـحَمْدُ لِلَّهِ (هریو ۳۳ کرته) او اللهُ أکبر (۳۴ کرته) .
مسجد ته د ننوتلو دعا:

له عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه نه روایت دی چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم کله چه مسجد ته تللو فرمایل ئي:
”أَعُوذُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ وَبِوَجْهِهِ الْكَرِيمِ وَسُلْطَانِهِ الْقَدِيمِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ“

”اللّه عظیم ته او د هغه ذات کریم ته او د هغه بادشاهت قدیم ته د شیطان مردود نه پناه غواړم» بیا عقبه وویل: بس همدا دی؟ ما وویل:هو ، هغه (حدیث مکمل کړ) او وویل:کله چه څوک مسجد ته داخل کیږی او دا ووایي ، بیا شیطان وايی: اوس هغه زما د شرنه د کاملی ورځی لباره محفوظ کړی شو -
او بیا ووائی:
"بِسْمِ اللّٰهِ" "الصلاة والسلام على رسول الله"
"اللهم افتح لي أبواب رحمتك"

د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
کله چه څوک مسجد ته لاړو پر نبی صلی الله علیه و آله و سلم سلام ولیږه او ووایه:
«اللهم افتح لي أبواب رحمتك»

«یااللّه! د خپل رحمت دروازی پر ما خلاصی کړه» او د وتلو په وخت کی د مسجدنه پر مسجد بر نبی صلی الله علیه و آله و سلم سلام ولیږه او ووایه:
«اللهم اعصمني من الشيطان الرجيم»

«یااللّه!د شیطان مرود نه زما حفاظت وکړه»