اذکار د مانځه دکولو په وخت کی:
د دعا غوښتلو آداب:
دا چه په اسماء الله الحسنی - نیک نومونو د اللّه تعالٰی - له خپل رب نه وغواړی ، اللّه تعالٰی فرمائی:
وَلِلَّهِ الأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
(او خاص اللّه تعالٰی لره نومونه (اوصفتونه) ښائسته دی پس دعا غواړئ د اللّه تعالٰی نه په وسیله دهغی اوپریږدئ هغه کسان چه کږلیچ کوی په نومونو د اللّه تعالٰی کښی زردی بدله به ورکړی شی دوی ته دهغه عملونو چه دوی ئی کوی) .
ثنا او ستاینه کول د اللّه تعالٰی مخکی د دعا غوښتلو نه لکه څنگه چه د هغه سره ښائی ، له فَضَالَه بن ععُبَیْد رضی الله عنه نه روایت دی چه: "په داسی حال کی چه نبی صلی الله علیه وسلم ناست وو ، یو سړی راغلو او لمونځ ئی وکړو بیا ئی وویل:
اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِی وَارْحَمْنِی.
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«عجلت دی اوکړو ای لمونځ کوونکی سړیه! هرکله چه دی لمونځ وکړو او کیناستلی څنگه چه د اللّه تعالٰی سره ښائی د هغه صفت وکړه او په ما درود ولیږه ، بیا دعا اوغواړه»
او په یو بل روایت کی راغلی دی چه وفرمائیل:
«هرکله چه تاسو نه یو چا لمونځ اوکړو د اللّه تعالٰی د حمد او ثنا نه دی شروع کړی بیا په نبی صلی الله علیه وسلم درود ولیږی ، بیا دی خپله دعا اوغواړی» -
راوی وائی: ورړسته د هغی نه بل سړی لمونځ اوکړو او د اللّه تعالٰی حمد او ستاینه ئی وکړله او په نبی صل اللّه وعلیه وسلم ئی درود ولیږلو ، بیا نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:
« ای لمونځ کوونکی ، دعا وکړه چه قبلیږی»" .
درود په نبی صلی الله علیه وسلم لکه څنگه چه هغه فرمایلی دی: "هر دعا پټه ده تر هغه چه په نبی صل اللّه وعلیه وسلم باندی درود ولیږی" .
د دعا په وخت کی قبلی ته مخ کول ، د عمر بن الخطاب رضی الله عنه نه روایت دی چه وفرمایل:
"د بدر په ورځ ، رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم مشرکانو ته چه زر تنه وو وکتل حال دا چه صحابه دری سوه نولس کسان وو ، نو رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم مخ په قبله کړلو هغه وخت خپل لاسونه اوچت کړل او داسی د خپل رب سره مناجات وکړل: یااللّه! هغه څه چه دی ماسره وعده کړی ده عملی کړه ، یااللّه! هغه څه چه ماسره دی وعده کړی ده راکړه ، یااللّه! که چیری دغه ټولی د اسلام د اهل له منځه ولاړ شی په ځمکه کی به ستا عبادت نور ونشی ، همدارنگه په اوچت کړی لاسونو سره مخ په قبله خپل رب ئی په فریاد سره غوښتلو تر هغه چه جبه د اوږو نه پریوتله" .
نووی رحمه الله په شرح مسلم کی وائی: " دا حدیث دلیل په استحباب د مخ قبلی طرف ته کولو د دعا په وخت کی او د لاسونو اوچتول په دی حال کی دی" .
د لاسونو اوچتول ، د سلمان رضی الله عنه نه روایت شوی دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "چه ستاسی پروردگار ډیر اهل د حیا او کریم دی او د خپل بنده نه حیا کوی چه هرکله خپل لاسونه ورله اوږده کړی هغه تش لاسونه نه واپس کوی".
مالک بن یسار رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کړی دی چه وفرمایل: کله چه د اللّه تعالٰی نه غواړی د لاس د ارغوی سره وغواړی نه د لاسونو په شاه سره .
ابن عثیمین رحمه الله بیان کړی دی چه لاسونه باید یوبل سره نښتی وی ، هغوی وائی: "مگر د فاصله اچولو د دواړو لاسونو په منځ کی او لری کول دی دواړو یو بل نه هیڅ اصل او اساس په سنت کی او د علماؤ په خبرو کی نه وینم" .