اذکار د مانځه دلوستلو په وخت کی:
د استخاری د لمانځه دعا:
د جابر بن عبدالله رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه وویل:
چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم طریقه د استخاره په کارونو کی مونږ له تعلیم ورکولو ، لکه څنگه چه د قرآن سورت ئی مونږ له تعلیم راکولو ، و تاسو صل اللّه وعلیه وسلم فرمایل: کله چه یو ستاسو نه د یو کار کولو په فکر کی وی ، باید دوه رکعته لمونځ بغیر د فرض نه وکړی ، او بیا ووائی:
«أَللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْتَخِيْرُكَ بِعِلْمِكَ، وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ الْعَظِيْمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلاَ أَقْدِر، وَتَعْلَمُ وَلاَ أَعْلَمُ، وَأَنْتَ عَلاَّمُ الْغُيُوْبِ، أَللَّهُمَّ إِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَـذَا الأَمْرَ -وَيُسَمِّيْ حَاجَتَـهُ- خَيْرٌ لِيْ فِيْ دِيْنِـيْ وَمَعَاشِيْ وَعَاقِبَـةِ أَمْرِيْ -أَوْ قَالَ: عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ- فَاقْدِرْهُ لِيْ وَيَسِّرْهُ لِيْ ثُمَّ بَارِكْ لِيْ فِيْهِ، وَإِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ شَرٌّ لِيْ فِيْ دِيْنِيْ وَمَعَاشِيْ وَعَاقِبَةِ أَمْرِيْ -أَوْ قَـالَ: عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ- فَاصْرِفْهُ عَنِّيْ وَاصْرِفْنِيْ عَنْهُ وَاقْدِرْ لِـيَ الْـخَيْرَ حَيْثُ كَانَ، ثُمَّ أَرْضِنِيْ بِهِ»
راوی وائی بیا دی خپل حاجت ووائی .
«یا اللّه! په وسیله د ستا علم له تانه طلب د خیر کوم ، او په وسیله د قدرت ستا له تانه طاقت غواړم ، له تانه ستا له ډیر فضل نه غواړم ، ځکه ته طاقت والا ئی او زه بی طاقته یم ، او تاسو پوهیږئ او زه نه پوهیږم ، او ته په پټو خبرو پوهیدونکی ئی ، یا اللّه! که چیری ستا په علم کی دا کار - د خپل حاجت نوم واخلی - سبب د خیر ما لپاره په دین او آخرت کی وی - یا وائی: په حال او اینده د زما کار - هغه ماله مقدر او آسان وگرځوه ، او په هغه کی برکت واچوه ، او که دا کار ستا په علم کی ما لپاره په دنیا او آخرت کی سبب د بدئ ده - یا وائی: په حال او آینده د زما کار کی - نو هغه له مانه ، او ما د هغه نه ، منصرف کړه ، او خیر ما لپاره چه په هرځای کی چه دی مقدر وگرځوه ، او ما هغه وخت د هغی سره خوشحاله وگرځوه».
د جنازی د لمانځه دعا:
أَللَّهُمَّ اغْفِرْ لِـحَيِّنَا وَمَيِّتِنَا، وَشَاهِدِنَا، وَغَائِبِنَا وَصَغِيْرِنَا وَكَبِيْرِنَا، وَذَكَرِنَا وَ اُنْثَانَا. أَللَّهُمَّ مَنْ أَحْيَيْتَهُ مِنَّا فَأَحْيِهِ عَلَى اْلإِسْلاَمِ، وَمَنْ تَوَفَّيْتَهُ مِنَّا فَتَوَفَّهُ عَلَى اْلإِيْمَانِ، أَللَّهُمَّ لاَ تَحْرِمْنَا أَجْرَهُ وَلاَ تُضِلَّنَا بَعْدَهُ
«يا اللّه! ژوندی او مړی او وړوکی او لوی او نارینه او ښځی او حاضر او غایب وبخه ، یا اللّه! او هرڅوک چه مونږ نه ژوندی وساتی ، په اسلام ئی ژوندی وساته او هرڅوک چه مونږ نه مړ کوی ، هغه لره په ایمان مړ کړه ، يا اللّه! مونږه د اجر - د لوستلو د لمونځ په - هغه (یا د اجر د صبر په جدائی) محروم نکړی ، او مونږ لره وروسته د هغه نه گمراه نکړی».