Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

اذکار د مانځه کولو په وخت کی:

د تهجد د لمانځه لپاره پاڅیدل:

له ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«يَنْزِلُ رَبُّنَا تَبَارَكَ وَتَعَالَى كُلَّ لَيْلَةٍ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا، حِينَ يَبْقَى ثُلُثُ اللَّيْلِ الآخِرُ، يَقُولُ: مَنْ يَدْعُونِى، فَأَسْتَجِيبَ لَهُ؟ وَمَنْ يَسْأَلُنِى فَأُعْطِيَهُ؟ وَمَنْ يَسْتَغْفِرُنِى فَأَغْفِرَ لَهُ؟»

«اللّه تعالٰی په یو دریم آخره د شپی کی د دنیا آسمان ته نزول کوی او فرمائی: آیا څوک شته چه مالره وبلی تر څو هغه قبول کړم؟ آیا څوک شته چه مانه وغواړی چه هغه له ورکړم؟ آیا څوک شته چه مانه طلب د بخلو وکړی ترڅو هغه وبخم؟» .
رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم کله چه تهجد او د خپل رب سره د راز او نیاز ویښ شولو خپل لاسونه به ئی په خپل مخ راښکل چه خوب ئی وتښتی بیائی آخری لس آیتونه د آل عمران د سورت لوستل او بیا د اوبو مشک ته زوړند به وو تلل او د هغه نه ئی ښه او پوره اودس کولو .
د ابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه وویل هرکله چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم د نهجد د لمونځ لپاره پاسیدلو ، ویل ئی: ‏
"‏ اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ قَيِّمُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ وَلَكَ الْحَمْدُ، لَكَ مُلْكُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَلَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ نُورُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ، وَلَكَ الْحَمْدُ أَنْتَ الْحَقُّ، وَوَعْدُكَ الْحَقُّ، وَلِقَاؤُكَ حَقٌّ، وَقَوْلُكَ حَقٌّ، وَالْجَنَّةُ حَقٌّ، وَالنَّارُ حَقٌّ، وَالنَّبِيُّونَ حَقٌّ، وَمُحَمَّدٌ صلى الله عليه وسلم حَقٌّ، وَالسَّاعَةُ حَقٌّ، اللَّهُمَّ لَكَ أَسْلَمْتُ، وَبِكَ آمَنْتُ وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ، وَإِلَيْكَ أَنَبْتُ، وَبِكَ خَاصَمْتُ، وَإِلَيْكَ حَاكَمْتُ، فَاغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ الْمُقَدِّمُ وَأَنْتَ الْمُؤَخِّرُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ ـ أَوْ لاَ إِلَهَ غَيْرُكَ ـ ‏"‏‏.‏ قَالَ سُفْيَانُ وَزَادَ عَبْدُ الْكَرِيمِ أَبُو أُمَيَّةَ ‏"‏ وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ ‏"‏‏.‏قَالَ سُفْيَانُ قَالَ سُلَيْمَانُ بْنُ أَبِي مُسْلِمٍ سَمِعَهُ مِنْ طَاوُسٍ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ـ رضى الله عنهما ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم‏.

د دعا ترجمه: (یا اللّه تعالٰی ، شکر او تعریفونه تالره دی ، ته ئی ټینگوونکی د آسمانونو او د ځمکی او هرڅه چه د هغوی په مینځ کی دی ، ټول تعریفونه تالره دی ، ته مالک د آسمانونو او ځمکی ئی او هرڅه چه د هغوی په مینځ کی دی ، او ټول تعریفونه تالره دی ، ته نور د آسمانونو او د ځمکی ئی ، او ټول تعریفونه تا لره دی ، ته ئی پادشاه د ځمکو او آسمانونو ، او ټول تعریفونه تالره دی ، ته حق ئی ، او ستا وعده حقه ، او ستا دیدار حق ، او ستا ویل حق ، او جنت حق او دوزخ حق ، او پیغمبران حق ، او جنت حق او دوزخ حق ، او پیغمبران ، او محمد صل اللّه وعلیه وسلم حق ، او د قیامت ورځ حق ده ، یا اللّه تعالٰی ما ځان تالره تسليم کړو او په تا می ایمان راوړی دی ، او په تا می توکل کړی دی ، او تاته می رجوع کړی ده ، او ستا لپاره می (کفار) سره خصومت کړی دی او ته می فیصله کوونکی ونیولی ، نو تیر شوی او راتلونکی گناهونه وبخه ، او هغه چه ما نه په پټه شوی دی او ښکاره ، ته ئی مخکی کوونکی او ته ئی روستو کوونکی ، نیشته برحق معبود بغیر له تا نه ، او نیشته لایق د عبادت بغیر له تا نه" سفیان ویلی دی: عبدالکریم ابوامیه کلمات د - وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ - په مضمون د حدیث اضافه کړی دی ، سفیان ویلی دی: سلیمان بن ابی مسلم اوریدلی دی له طاؤس نه ، د ابن عباس رضی اللّه عنهما ، له پیغمبر صل اللّه وعلیه وسلم نه .
په بل روایت کی راغلی دی چه نبی صلی الله علیه و سلم وفرمایل:
"صلاة اللیل مثنی مثنی فاذا خفت الصبح فاوتر بواحدة"

(د بخاری روایت)
"د شپی لمونځ دوه دوه رکعته وی او که د سهار د ښکاره کیدو نه ویریږی نو په یو رکعت د لمونځ د وتر سره ئی ختم کړه" .