د سهار او ماښام اذکار
۰۲- أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ وَأَتُوبُ إِلَيْهِ
زه د اللّه سبحانه و تعالٰی نه بخنه غواړم او هغه طرف ته ورگرځم .
۱۲- دری ځلی وویلی شی:
أعوذ بالله السميع العليم من الشيطان الرجيم.
او بیا یو ځل دری آخری آیتونه د سوره حشر له ۲۸ پاری څخه اولوستلی شی:
هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ ﴿۲۲﴾ هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۲۳﴾ هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاء الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿۲۴)
په صحیح حدیث کی راغلی دی چه چا سهار او ماښام دری ځلی:
(أَعُوذُ بِاَللَّهِ السَّمِيعِ الْعَلِيمِ مِنْ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ)
وویل او بیا دغه دری آیتونه یو ځل ووای ، اللّه تعالٰی په هغه اویا زره ملائیکی مقرر کوی چه هغه لپاره دعا غواړی او که چیری په دی شپه او یا ورځ کی مړ شی مرگ د هغه د شهادت دی .
۲۲- د ابومسعود بدری رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل:
«مَنْ قَرَأَ بِالآيَتَيْنِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ البَقَرَةِ في لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ»
«هرڅوک د سوره بقره دوه آخری آیتونه په شپه کی ووائی ، همدا دوه آیتونه د هغه د پاره بس او کافی دی».
شرح الحديث : رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوی چه هرڅوک دوه آخری آیتونه د سوره بقره د شپی مخکی د ویده کیدلو ولولی ، اللّه تعالٰی هغه د هر شر او بدئ او د ناخوښه امر نه کفایت کوی ، همدارنگه د «كَفَتَاهُ» په معنی کی ویلی شوی دی: هغه لره د شپی د لمانځه (تهجد) یا ټول اذکار او اوراد کفایت کوی ، یا منظور دادی چه دا دوه آیتونه ډ ټولو نه کم مقدار د قرائت دی شپی په لمانځه کی دی ، او نوری معنی هم د هغه لپاره ذکر شوی دی ، او هرڅه چه د هغه په معنی کی ذکر شوي دی ، صحیح او درست دی او ددی حدیث په لفظ کی داخلیږی .
ءَامَنَ الرَّسُولُ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ ءَامَنَ بِاللَّهِ وَمَلَـئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِير() لاَ يُكَلّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَآ إِن نَّسِينَآ أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَآ إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَآ أَنتَ مَوْلَـنَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَـفِرِينَ()
۲۳ - انس بن مالک رضی اللّه عنه وائی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: هر څوک چه په ما یوځل صلاة (درود) ولیږی ، نو اللّه تعالٰی په هغه لس ځلی صلاة (درود او رحمت) لیږی ، او لس گناهونه د هغه معاف کوی او لس درجی د هغه اوچتوی .
البته خارج د لمانځه نه د صلاة سره کله صلاة او سلام دواړه ولیږلی شی ځکه په آیت شریف (۵۶) د سوره احزاب کی صلاة او سلام دواړه ذکر کړی دی:
یقیناً اللّه تعالٰی او ملائک دهغه صلٰوة (درود) وائی په نبی ﷺ باندی ای ایمان والو صلٰوة وائی په هغه باندی او سلام وائی سلام پوره .
لکه داسی ووائی:
’’أَللّٰهُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدِ نِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ وَ عَلٰی آلِهِ وَ سَلِّمْ تَسْلِیْماً‘‘.
۲۴- د ابو ایوب رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«مَنْ قَالَ: لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ عَشْرَ مَرَّاتٍ كَانَ كَمَنْ أَعْتَقَ أَرْبَعَةَ أَنْفُسٍ مِنْ وَلَدِ إسْمَاعِيلَ»
«هر څوک لس ځلی:
«لَا إلَهَ إلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ، وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ»
ووائی ، لکه هغه چا دی چه څلور غلامان د اولاد اسماعیل علیه السلام نه ازاد کړی دی» .
ابوهریرہ رضی اللّه عنه وویل چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: هرچا هره ورځ سل ځلی دغه دعا اولولی:
لا إله إلا الله وحده لا شريك له ، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير
«هیڅ معبود بغیر د اللّه تعالٰی نه نیشته چه یواځی او بی شریک دی ، پادشاهی او حمد او ستاینه لایق د هغی او د هغه لپاره دی او هغه په هرڅیز او په هر کار طاقت والا دی» ، هغه لپاره ثواب برابر د ازاد کولو د لس غلامانو ورسیږی او هغه له سل نیکیانی لیکلی او سل گناهونه د هغه بخلی کیږی او دغه ورځ تر لمر پریوتلو د شیطان د شر نه محفوظ او په امن دی ، او هیچ چا د هغه نه بهتر کار نه دی کړی ، مگر هغه کس چه زیاد په دی عمل کړی وی .
لس واری یا سل واری وویلی شی:
لا إلهَ إلاّ اللّهُ وحْـدَهُ لا شَـريكَ لهُ، لهُ المُـلْكُ ولهُ الحَمْـد، وهُوَ على كُلّ شَيءٍ قَدير.
۲۵- له ابو هریره - رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « چا چې په ورځ کې سل ځلې :
سبحان الله وبحمده
وویل؛ نو گناه یې پاک کړل شي اگر که د دریاب د زگ په اندازه هم وي».
سل ځلی سهار او ماښام وویلی شی:
سُبْحـانَ اللهِ وَبِحَمْـدِهِ.