رسول اللّٰه ﷺ احادیث
حدیث د تقدیر په باره کی :
كنتُ خلفَ رسولِ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ يومًا قال يا غلامُ ، إني أعلِّمُك كلماتٍ : احفَظِ اللهَ يحفَظْك ، احفَظِ اللهَ تجِدْه تُجاهَك ، إذا سألتَ فاسألِ اللهَ ، وإذا استعنْتَ فاستعِنْ باللهِ ، واعلمْ أنَّ الأمةَ لو اجتمعتْ على أن ينفعوك بشيءٍ ، لم ينفعوك إلا بشيءٍ قد كتبه اللهُ لك ، وإنِ اجتمعوا على أن يضُرُّوك بشيءٍ لم يضُروك إلا بشيءٍ قد كتبه اللهُ عليك ، ( رُفِعَتِ الأقلامُ وجَفَّتِ الصُّحُفَ )
له عبد الله بن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی فرمایي چې : یوه ورځ د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - پسې شاته ( په سپرلۍ سپور وم ) نو ویې وییل:
«اې هلکه زه تاته دا کلمې درښایم: الله یاد ساته، هغه به ستا ساتنه وکړي، الله یاد ساته خپل څنگ ته به یې ومومې، کله دې چې سوال کاوه د الله نه یې وکړه، او کله دې چې مرسته غوښته نو په الله یې وغواړه. او پدې پوه شه چې كه ټول امت تاته د څه گټې رسولو لپاره راټول شي، نو تاته به هيڅ گټه ونه رسوي مگر هغه څه چې الله درته ليكلي وي، او كه چېرته د دې لپاره راټول شي چې تاته څه ضرر ورسوي، نو تاته به هيڅ ضرر ونه رسوي مگر هغه څه چې الله ليكلي وي. قلمونه پورته شول او کاغذونه وچ شول.» او په یو بل روایت کې راځي: "الله یاد ساته، هغه به دې په وړاندې ومومې، الله په هوساینه کې وپیژنه، هغه به دې په سختۍ کې وپیژني، او پوه شه چې څه در رسیدونکي نه وي هیڅکله به در ونه رسیږی، او هغه څه چې دررسیدونکي وي هیڅکله به ترې خطا نه شې، او پوه شه چې بریا د صبر سره ده، او خلاصون د سختۍ سره دی، او له سختۍ سره اساني وي».
(سنن ترمذی ۲۵۱۶)
حدیث د ژبی او زړه په باره کی:
قيل لرسولِ اللهِ صلَّى اللهُ عليْهِ وسلَّمَ أيُّ الناسِ أفضلُ قال كلُّ مخمومِ القلبِ صدوقِ اللسانِ قالوا صدوقُ اللسانِ نعرفُه فما مخمومُ القلبِ قال هو التقيُّ النقيُّ لا إثمَ فيه ولا بغيَ ولا غِلَّ ولا حسدَ
روایت شوی دی چه عبدالله بن عمرو رضی اللّه عنه وویل: رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم ته عرض اوشو: "کوم یو د خلکو نه بهتر دی؟" هغه وویل: "ټول هغه کسان چه پاک زړه لری او په ویلو کی صادق دی" هغوی وویل: "په صادقانه ویلو پوهیږو چه دا څه دی ، ولی کوم څیز پاک زړه ډی؟" هغه وویل: دا (زړه) پرهیزگار او پاک دی ، بی له گناه نه ، بی عدالتئ نه ، کینه او حسد په هغه کی .
(صحیح ابن ماجه ۳۴۱۶)
حدیث قدسی برائت از شرک:
وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: " قال الله تعالى: أنا أغنى الشركاء عن الشرك، من عمل عملا أشرك فيه معي غيري، تركته وشركه"
له ابو هریرة - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی چې الله تعالی فرمایلي::
"قال تعالى : أنا أغنى الشركاء عن الشرك؛ من عمل عملا أشرك معي فيه غيري تركتُه وشِرْكَه".
«زه د شریکانو له شراکت څخه تر ټولو زیات مستغني یم نو چا چې یو کار وکړ او په هغه کې یې زما سره بل څوک شریک کړ، زه به هغه کس د هغه شرک ته پریږدم» .
(صحیح مسلم ۷۴۷۵)
شرح: نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - د خپل متعال رب څخه روایت کوي - او دې ته قدسي حدیث وایي - چې الله له هر هغه عمل څخه بیزاره دی چې بل څوک پکې گډون ولري؛ هغه که په ځان ښودنې سره وي او بل څه سره، ځکه هغه یوازې هغه څه مني چې خاص د هغه د خوښۍ لپاره وي .
حدیث قدسی په باره د بخلو د گناهونو بغیر شرک نه:
له انس بن مالک رضی الله عنه روایت دی چه وائی: له رسول الله صلى الله عليه وسلم نه می واوریدل چه فرمایل ئی:
«قال اللَّه تعالى: يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ مَا دَعوْتَني وَرَجوْتَني غَفَرْتُ لَكَ عَلى ما كَانَ مِنكَ ولا أُبَالِي، يا ابنَ آدم، لَوْ بَلغَتْ ذُنُوبُكَ عَنَانَ السماء، ثم اسْتَغْفَرْتَني غَفَرتُ لَك، يَا ابْنَ آدَم، لَو أَتَيْتَني بِقُرابٍ الأَرْضِ خطايا، ثُمَّ لَقِيْتَني لا تُشْرِكُ بِي شَيْئًا، لأَتَيْتُكَ بِقُرَابِهَا مَغْفِرَةً»
«الله متعال فرمائی: ای د آدم ځویه ، تر هغه وقته چه ما راوبلی او ماله امیدواره اوسی ، ټول گناهونه چه تانه شوی دی ، بخم او (گناهونو ته دی) اهمیت نه ورکوم ، ای د آدم ځویه ، که چیری گناهونه دی دومره زیات وی چه د آسمان وریځو ته ورسیږی او بیا له مانه بخنه وغواړی ، تا بخم ، او (گناهونو ته دی) توجه نه کوم ، ای د آدم ځویه ، که په داسی حال کی ماته راشی او ما سره ملاقات وکړی چه د ځمکی د ډکولو گناهونه دی کړی دی ، ولی هیڅ څیز او هیڅ څوک دی ماسره نه وی شریک کړی ، زه به په همهغه اندازه مغفرت او بخنی تاله راشم».
(سنن ترمذی ۳۵۴۰)