رسول اللّٰه ﷺ احادیث
حدیث قدسی په باره د لوستلو سوره فاتحه په لمانځه کی:
. وَحَدَّثَنَاهُ إِسْحَاقُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ الْحَنْظَلِيُّ، أَخْبَرَنَا سُفْيَانُ بْنُ عُيَيْنَةَ، عَنِ الْعَلَاءِ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ صَلَّى صَلَاةً لَمْ يَقْرَأْ فِيهَا بِأُمِّ الْقُرْآنِ فَهِيَ خِدَاجٌ» ثَلَاثًا غَيْرُ تَمَامٍ. فَقِيلَ لِأَبِي هُرَيْرَةَ: إِنَّا نَكُونُ وَرَاءَ الْإِمَامِ؟ فَقَالَ: «اقْرَأْ بِهَا فِي نَفْسِكَ»؛ فإنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: " قَالَ اللهُ تَعَالَى: قَسَمْتُ الصَّلَاةَ بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي نِصْفَيْنِ، وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ، فَإِذَا قَالَ الْعَبْدُ: {الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} [الفاتحة: 2]، قَالَ اللهُ تَعَالَى: حَمِدَنِي عَبْدِي، وَإِذَا قَالَ: {الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} [الفاتحة: 1]، قَالَ اللهُ تَعَالَى: أَثْنَى عَلَيَّ عَبْدِي، وَإِذَا قَالَ: {مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ}، قَالَ: مَجَّدَنِي عَبْدِي - وَقَالَ مَرَّةً فَوَّضَ إِلَيَّ عَبْدِي - فَإِذَا قَالَ: {إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ} [الفاتحة: 5] قَالَ: هَذَا بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي، وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ، فَإِذَا قَالَ: {اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ صِرَاطَ الَّذينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ} [الفاتحة: 7] قَالَ: هَذَا لِعَبْدِي وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ " قَالَ: سُفْيَانُ، حَدَّثَنِي بِهِ الْعَلَاءُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمنِ بْنِ يَعْقُوبَ، دَخَلْتُ عَلَيْهِ وَهُوَ مَرِيضٌ فِي بَيْتِهِ. فَسَأَلْتُهُ أَنَا عَنْهُ
د ابوهریره رضی اللّه عنه نه روایت دی چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:څوک چه لمونځ اوکړی او په هغه کی ام القرآن ونه لولی نو د هغه لمونځ ناقص دی تاسی صل اللّه وعلیه وسلم دری ځلی دا وفرمایل او ناتمام دی ، ابوهریره رضی اللّه عنه ته وویل شول چه مونږه بعضی اوقات د امام تر شا اوسو نو تاسی وفرمایل: فاتحه په زړه کی ولولی ځکه چه ما د رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم نه واوریدل تاسی صل اللّه وعلیه وسلم فرمایل چه اللّه تعالٰی فرمائی:
چه لمونځ یعنی سوره فاتحه زما او زما د بنده په منځ کی په دوه برخو ویشلی شوی ده او زما د بنده لپاره هغه دی چه هغه وغواړی کله چه بنده { الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} وائی نو اللّه تعالٰی فرمائی:
زما بنده زما حمد بیان کړو
او کله چه هغه { الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} وائی نو اللّه تعالٰی فرمائی:
زما بنده زما تعریف بیان کړو
او کله چه هغه { مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ} وائی نو اللّه تعالٰی فرمائی:
زما بنده زما لوئی بیان کړه او یو ځل فرمائی زما بنده خپل ټول کارونه ماله ړسپارل
او کله چه هغه { إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ} وائی نو اللّه تعالٰی فرمائی:
دا زما او زما د بنده په مینځ کی دی او د بنده لپاره هغه دی چه هغه غوښتی دی
او کله چه وائی { اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلاَ الضَّالِّينَ} وائی نو اللّه تعالٰی فرمائی:
چه دا زما د بنده لپاره دی او زما بنده لپاره هغه دی چه هغه اوغوښتل .
(صحیح مسلم ۳۹۵) .
حدیث قدسی د اللّه تعالٰی ته د تقرب په باره کی :
د ابوهريره رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل:
«إِنَّ اللَّهَ قَالَ: مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ، وَمَا تَقَرَّبَ إِلَيَّ عَبْدِي بِشَيْءٍ أَحَبَّ إِلَيَّ مِمَّا افْتَرَضْتُ عَلَيْهِ، وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ، فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ: كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ، وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا، وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا، وَإِنْ سَأَلَنِي لأُعْطِيَنَّهُ، وَلَئِنِ اسْتَعَاذَنِي لَأُعِيذَنَّهُ، وَمَا تَرَدَّدْتُ عَنْ شَيْءٍ أَنَا فَاعِلُهُ تَرَدُّدِي عَنْ نَفْسِ الْمُؤْمِنِ، يَكْرَهُ الْمَوْتَ وَأَنَا أَكْرَهُ مَسَاءَتَهُ»
«اللّه تعالٰی فرمائی:
هر څوک زما دوستانو سره دشمنی کوی ، زه د هغوی سره د جنگ اعلان کوم ، او زما بنده ماله په کوم څیز ماله نه نزدی کیږی چه ماله زیات محبوب د هغه څیزونو نه وی چه ما پری فرض کړی دی ، او همدارنگه د نوافلو په سرته رسولو سره ماله تقرب حاصلوی تر هغی چه زما محبوب جوړیږی ، او کله چه زما محبت د پاره جوړ شی ، زه د هغه غوږ جوړ شم چه په هغه اوری ، د هغه سترگه شم چه په هغی وینی ، لاس د هغه شم چه په هغه نیسی ، او د هغه پښه شم چه په هغه ځی ، او که چیری مانه وغواړی ، حتما هغه له ورکوم او که چیری پناه اوغواړی ، حتما هغه له پناه ورکوم ، او په هر کار کی چه اوغواړم سرته اورسوم ، زما «تردد» په اندازه د قبض د روح د مؤمن چه مرگ نه خوښوی او زه هم د هغی زورول نه خوښم ، نه دی» .
(البخاری ۶۵۰۲) .