Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

رسول اللّٰه ﷺ احادیث

حدیث قدسی په باره د عیادت د مریض:

د ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«إنَّ الله - عز وجل - يَقُولُ يَوْمَ القيَامَة: يَا ابْنَ آدَمَ مَرِضْتُ فَلَم تَعُدْنِي، قال: يا ربِّ كَيْفَ أعُودُكَ وأنْتَ رَبُّ العَالَمين؟ قال: أمَا عَلِمْتَ أنَّ عَبْدي فُلاَناًَ مَرِضَ فَلَمْ تَعُدْهُ، أمَا عَلِمْتَ أنَّك لو عُدْتَهُ لَوَجَدْتَنِي عِنْدَهُ؟ يَا ابْنَ آدمَ اسْتَطْعَمْتُكَ فَلَمْ تُطْعِمْنِي، قال: يا ربِّ كَيْفَ أُطْعِمُكَ وَأنْتَ رَبُّ العَالَمين؟ قال: أَمَا عَلِمْتَ أنَّهُ اسْتَطْعَمَكَ عَبْدِي فلانٌ فَلَمْ تُطْعِمْهُ، أما عَلِمْتَ أنَّكَ لَوْ أَطْعَمْتَهُ لَوَجَدْتَ ذلك عِنْدِي؟ يَا ابْنَ آدمَ اِسْتَسْقَيْتُكَ فَلَمْ تَسِقْنِي، قال: يا رَبَّ كيفَ أسْقيكَ وَأنْتَ ربُّ العالَمِينَ؟ قال: اسْتَسْقاكَ عَبْدِي فُلانٌ فَلَمْ تَسِقْهُ، أمَا عَلِمْتَ أنَّكَ لَوْ سَقَيْتَهُ لَوَجَدْتَ ذلكَ عِندِي؟»

«الله - عز وجل - د قیامت په ورځ فرمائی:
ای د آدم ځویه ، بیمار شوم او زما عیادت دی اونکړو ، بنده وائی: ای ربه ، څرنگه ستا عیادت می کړی وی په داسی حال کی چه ته رب د عالمینو ئی (او نه بیمار کیږی) فرمائی: آیا پوه نه شوی چه زما فلانی بنده بیمار شوی ، ولی تا د هغه عیادت اونکړو ، آیا نه پوهیدی که چیری د هغه عیادت دی کړی وی ، زه به دی هغه سره بیاموتی وی؟ ای د آدم ځویه ، ماتانه خواړه اوغوښتل او تا ماله خواړه را نه کړل ، بنده وائی: ای ربه ، څرنگه می تاله خواړه درکړی وی ، په داسی حال کی چه ته رب د عالمینو ئی (او ضرورت خواړو ته نلری) ، فرمائی: آیا پوه نه شوی چه زما فلانی بنده له تانه خواړه اوغوښتل ، مگر تا هغه له خواړه ورنه کړل؟ نه پوهیدلی که چیری هغه له دی خواړه ور کړی وی ، د هغه اجر به دی ماسره موندلی وی؟ ای د آدم ځویه ، ماتانه اوبه وغوښتل او تا ماله اوبه رانکړل ، بنده وائی ای ربه ، څرنگه می تاله اوبه درکړی وی په داسی حال کی چه ته رب د عالمینو ئی (او ضرورت اوبو ته نلری) فرمائی: آیا پوه نه شوی چه زما فلانی بنده له تانه اوبه و غوښتل مگر تا هغه له اوبه ور نه کړل ، آیا نه پوهیدی که چیری هغه له دی اوبه ورکړی وی ، د هغه اجر به دی ماسره موندلی وی؟» .
صحيح مسلم الصفحة أو الرقم: 2569
حدیث قدسی په باره د طلب د مغفرت د اللّه تعالٰی نه:

د ابوسعید الخدری رضی اللّه عنه نه روایت دی ، وویل د رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم نه می واوریدل چه فرمایل ئی: چه ابلیس خپل رب ته وویل: ستا په عزت او لوئی می دی قسم وی تر هغه وخته پوری چه روح ددوی په بدن کی جاری وی هغوی گمراه کوم ، اللّه تعالٰی په جواب کی وویل: زما په عزت او لوئی می ډی قسم وی ، تر هغه وخته پوری چه له مانه طلب ډ استغفار او بخنی اوکړی هغوی به وبخم .
حدیث قدسی د ‌جنت د نعمتونو په باره کی:

د ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«قَالَ اللهُ تَعَالَى: أعْدَدْتُ لِعِبَادِي الصَّالِحِينَ مَا لا عَيْنٌ رَأَتْ، وَلا أُذُنٌ سَمِعَتْ، وَلا خَطَرَ عَلَى قَلْبِ بَشَرٍ، وَاقْرَؤُوا إنْ شِئْتُمْ: (فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ)»

«اللّه تعالٰی فرمائی: د خپلو نیکو بندکانو لپاره نعمتونه می (په جنت کی) پیدا کړی دی چه هیڅ سترکی نه دی لیدلی ، هیڅ غوږ نه دی اوریدلی او په زړه د هیڅ انسان کی نه دی گرځیدلی ، که چیری غواړئ نو دغه آیت ولولئ:
(فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ)

[سجده:17]
«پس نه پوهیږی هیڅ نفس په حقیقت دهغی چه پټ ساتلی شوی دی دوی دپاره یخ والی دسترگو بدله ده دهغه عملونو چه دوی کول»
«د سهل بن سعد رضی الله عنه نه روایت دی چه وائی: په یو مجلس د رسول الله صلى الله عليه وسلم کی حاضر وم چه د جنت توصیف ئی کولو ترڅو چه د خپل خبرو په پای کی وفرمایل:
«فيهَا مَا لا عَينٌ رَأَتْ، وَلا أُذُنٌ سَمِعَتْ، وَلا خَطَرَ عَلى قَلْبِ بَشَرٍ»

«په جنت کی نعمتونه دی چه هیڅ سترگی نه دی لیدلی ، هیڅ غوږ نه دی آوریدلی او د هیڅ انسان په زړه کی نه دی گرځیدلی» ، بیائی دغه آیتونه ولوستل:
«تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ (61) فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ»

[سجده:16 - 17]
«لری کیږی اړخونه ددوی د بسترونه بلی خپل رب لره ویره کوؤنکی او طمع لرونکی او دهغی نه چه مونږ ورکړی دی خرچ کوی ﴿۱۶﴾ پس نه پوهیږی هیڅ نفس په حقیقت دهغی چه پټ ساتلی شوی دی دوی دپاره یخ والی دسترگو بدله ده دهغه عملونو چه دوی کول» .
التخريج : أخرجه البخاري (4779)، ومسلم (2824)
حدیث قدسی د جنت او دوزخ په باره کی:

لما خلقَ اللهُ الجنةَ قال لجبريلَ: اذهبْ فانظرْ إليها ، فذهبَ فنظرَ إليها ثم جاء فقال: أيْ ربِّ وعزتِك لا يسمعُ بها أحدٌ إلا دخلَها ، ثم حفَّها بالمكارِهِ ، ثم قال: يا جبريلُ اذهبْ فانظرْ إليها ، فذهبَ فنظرَ إليها ، ثم جاء فقال: أيْ ربِّ وعزتِك لقد خشيتُ أن لا يدخلَها أحدٌ , قال: فلما خلقَ اللهُ النارَ قال: يا جبريلُ اذهبْ فانظرْ إليها ، فذهبَ فنظرَ إليها ، ثم جاء فقال: أيْ ربِّ وعزتِك لا يسمعُ بها أحدٌ فيدخلُها ، فحفَّها بالشهواتِ ثم قال: يا جبريلُ اذهبْ فانظرْ إليها ، فذهبَ فنظرَ إليها ، ثم جاء فقال: أيْ ربِّ وعزتِك لقد خشيتُ أن لا يبقَى أحدٌ إلا دخلَها.

صحيح أبي داود | الصفحة أو الرقم : 4744
ابوهریره رضی اللّه عنه نقل کوی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:
کله چه اللّه تعالٰی جنت پیدا کړو جبرائیل علیه السلام ته وفرمایل: لاړشه او هغه وگوره ، هغه لاړو او هغه ئی ولیدلو ، او بیا راغلو ، او وویل ای زما ربه! ستا په غزت می دی قسم وی ، ددی په باره کی هرڅوک واوری هغه به په دی کی ضرور داخلیږی ، بیا (اللّه تعالٰی) هغه په مکروهاتو (ناخوښ څیزونو) احاطه کړو ، بیائی وفرمایل ائ جبرائیل لاړشه او هغه وگوره ، هغه لاړو او هغه ئی ولیدلو بیا واپس راغلو او وویل: ای زما ربه په عزت دی ستا قسم وی! زه ویریږم چه به په هغی کی داخل نشی ، کله چه اللّه تعالٰی جهنم پیدا کړو ، وفرمایل: ای جبرائیل لاړ شه او هغه وگوره ، هغه لاړو او هغه ئی ولیدلو ، بیا واپس راغلو او وویل: ای زما ربه! ستا په عزت قسم! هرڅوک ددی په باره کی واوری په هغی کی به داخل نشی ، نو اللّه تعالٰی هغه په ښایسته او خوښ څیزونو احاطه کړو ، بیائی وفرمایل جبرائیل لاړشه او هغه اوگوره ، هغه لاړو او جهنم ئی اوکتلو بیا واپس راغلو او عرض ئی اوکړو ای زما ربه! ستا په عزت می دی قسم وی! زه ویریږم هیڅ ځوک به نچات ونه مومی ترڅوچه په هغی کی داخل نشی .
حدیث په باره د رویت د الله تعالی:

كُنَّا عِنْدَ النبيِّ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ، فَنَظَرَ إلى القَمَرِ لَيْلَةً - يَعْنِي البَدْرَ - فَقَالَ: إنَّكُمْ سَتَرَوْنَ رَبَّكُمْ كما تَرَوْنَ هذا القَمَرَ، لا تُضَامُّونَ في رُؤْيَتِهِ، فَإِنِ اسْتَطَعْتُمْ أنْ لا تُغْلَبُوا علَى صَلَاةٍ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وقَبْلَ غُرُوبِهَا فَافْعَلُوا ثُمَّ قَرَأَ: {وَسَبِّحْ بحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وقَبْلَ الغُرُوبِ} [ق: 93]، قَالَ إسْمَاعِيلُ: افْعَلُوا لا تَفُوتَنَّكُمْ

صحيح البخاري الصفحة أو الرقم: 554
له جابر بن عبد الله البجلي - رضي الله عنه- څخه روایت دی فرمايي: مونږ د پيغمبر صلی الله علیه وسلم سره وو چې - د څوارلسمې- سپوږمۍ ته یې ولیدل او ویې وییل: « ژر دی چې تاسو به خپل رب ووینئ لکه څرنگه چې تاسو دا سپوږمۍ وینئ پرته له کومې ستړتیا او سختۍ څخه، که چیرته مو وکولای شول چې د لمر راختلو څخه مخکې او له لمر پریوتلو وړاندې لمونځ درڅخه پاتې نه شي، نو دا کار وکړئ، او په یو بل روایت کې راځي:«فنظر إلى القمر ليلة أربع عشرة» «نو د څوارلسمې شپې سپوږمې ته یې ولیدل .
جامع دعا:

د ام المومنین عایشه رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه دعا هغوی له وخودله:
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنَ الْخَيْرِ كُلِّهِ عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ الشَّرِّ كُلِّهِ عَاجِلِهِ وَآجِلِهِ، مَا عَلِمْتُ مِنْهُ وَمَا لَمْ أَعْلَمْ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ خَيْرِ مَا سَأَلَكَ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا عَاذَ بِهِ عَبْدُكَ وَنَبِيُّكَ، اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْجَنَّةَ وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنَ النَّارِ وَمَا قَرَّبَ إِلَيْهَا مِنْ قَوْلٍ أَوْ عَمَلٍ، وَأَسْأَلُكَ أَنْ تَجْعَلَ كُلَّ قَضَاءٍ قَضَيْتَهُ لِي خَيْرًا»

«یا اللّه، ټول خیر او خوبیانی د حال او آینده له تانه غواړم ، خیر او خوبیانی چه په هغوی پوهیږم او کوم چه په هغوی نه پوهیږم ، او د ټول شر او بدیونه د حال او آینده نه تاته پناه غواړم شر او بدیانی چه زه په هغوی پوهیږم او کوم چه په هغوی نه پوهیږم ، یااللّه ، ټول هغه خیر او خوبیانی له تانه غواړم چه بنده او پیغمبر ستا له تانه غوښتی دی او د هغو شر اوی بدئ نه تاته پناه غواړم چه بنده او پیغمبر ستا له هغوی نه تاته پناه غوښتی ده ، یااللّه ، له تانه جنت او هر هغه خبره یا عمل غواړم چه ما جنت ته نژدی کوی او د جهنم د اور نه او د هر هغه خبری یا عمل نه تاته پناه راوړم چه ما هغه له نژدی کړی ، او له تانه غواړم هر هغه څه چه تا ما له لیکلی دی خیر او خوبی وی».
صحيح ابن ماجه الصفحة أو الرقم: