رسول اللّٰه ﷺ احادیث
حدیث قدسی په باره د نسبت کولو د باران اللّه تعالٰی ته:
حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ حَدَّثَنِي مَالِكٌ عَنْ صَالِحِ بْنِ كَيْسَانَ عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُتْبَةَ بْنِ مَسْعُودٍ عَنْ زَيْدِ بْنِ خَالِدٍ الْجُهَنِيِّ أَنَّهُ قَالَ صَلَّى لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلَاةَ الصُّبْحِ بِالْحُدَيْبِيَةِ عَلَى إِثْرِ سَمَاءٍ كَانَتْ مِنْ اللَّيْلَةِ فَلَمَّا انْصَرَفَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَقْبَلَ عَلَى النَّاسِ فَقَالَ هَلْ تَدْرُونَ مَاذَا قَالَ رَبُّكُمْ قَالُوا اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ قَالَ أَصْبَحَ مِنْ عِبَادِي مُؤْمِنٌ بِي وَكَافِرٌ فَأَمَّا مَنْ قَالَ مُطِرْنَا بِفَضْلِ اللَّهِ وَرَحْمَتِهِ فَذَلِكَ مُؤْمِنٌ بِي كَافِرٌ بِالْكَوْكَبِ وَأَمَّا مَنْ قَالَ بِنَوْءِ كَذَا وَكَذَا فَذَلِكَ كَافِرٌ بِي مُؤْمِنٌ بِالْكَوْكَبِ
د زید بن خالد جهنی رضی اللّه عنه نه روایت دی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم په حدیبیه کی د سهار لمونځ ادا کړو او تیره شپه باران شوی وو ، کله چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم لمونځ تمام کړو ، خلکو له مخامخ شو او وویل: آیا پوهیږئ چه ستاسو رب څه ویلی دی؟ هغوی ځواب ورکړو «اللّه تعالٰی او د هغه رسول ښه پوهیږی» (رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل) ، «اللّه تعالٰی فرمائی: نن سهار بعضی زما بندگانو په ما ایمان راوړونکی شول او بعضو ما سره کفر اوکړو ، چاچه اوویل په مونږه باران صرف د اللّه تعالٰی په فضل او رحمت سره وریدلی دی ، په ما ایمان لری او په ستورو اعتماد نه لری ، ولی چاچه ویلی دی چه د فلانی ستوری له سببه باران وریدلی دی په ما کفر کوونکی او په ستورو ایمان لری .
صحیح بخاری (الرقم:1038,846)
حدیث قدسی په باره د کنځل کولو زمانه ته:
. وحَدَّثَنِي أَبُو الطَّاهِرِ أَحْمَدُ بْنُ عَمْرِو بْنِ سَرْحٍ، وَحَرْمَلَةُ بْنُ يَحْيَى، قَالَا: أَخْبَرَنَا ابْنُ وَهْبٍ، حَدَّثَنِي يُونُسُ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، أَخْبَرَنِي أَبُو سَلَمَةَ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، قَالَ: قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: قَالَ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ: «يَسُبُّ ابْنُ آدَمَ الدَّهْرَ، وَأَنَا الدَّهْرُ بِيَدِيَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ»
د ابوهریره رضی الله عنه نه روایت شوی دی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل:
اللّه تعالٰی فرمائی بنی آدم ما اذیت کوی زمانی ته کنځل کوی او حال داچه زه زمانه یم فرمان زما په لاس کی دی ، شپه او ورځ زه را گرځوم (حوادث او د زمانی حالات زه پیدا کوم) .
صحیح مسلم ۲۲۴۶
حدیث قدسی د بی پایانه رحمت د اللّه تعالٰی په باره کی:
د ابوهريره رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل:
«لَمَّا خَلَقَ اللَّهُ الخَلْق، كَتَبَ في كِتَابٍ فَهُوَ عِنْدَهُ فَوْقَ العَرْش: إِنَّ رَحْمتي تَغْلِبُ غَضَبِي»
« کله چه اللّه تعالٰی خپل مخلوقات ئی پیدا کړل ، په کتاب کی چه د عرش د پاڅه د هغه سره دی ، ولیکل: رحمت زما په قهر زما غالب دی». او په یو روایت کی راغلی دی:
«غَلَبَتْ غَضَبِي»
«په غضب زما غلبه اوکړه». او په روایت کی راغلی:
«سَبَقَتْ غَضَبِي»
«په غضب زما سبقت اوکړو».
صحيح البخاري الصفحة أو الرقم: 7554 ،
صحیح مسلم ۶۹۶۹
حدیث قدسی په باره د قدرت او یو والی د الله تعالی:
د ابوهریره رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل:
«قَالَ اللَّهُ: كَذَّبَنِي ابْنُ آدَمَ وَلَمْ يَكُنْ لَهُ ذَلِكَ، وَشَتَمَنِي وَلَمْ يَكُنْ لَهُ ذَلِكَ، فَأَمَّا تَكْذِيبُهُ إِيَّايَ فَقَوْلُهُ: لَنْ يُعِيدَنِي، كَمَا بَدَأَنِي، وَلَيْسَ أَوَّلُ الخَلْقِ بِأَهْوَنَ عَلَيَّ مِنْ إِعَادَتِهِ، وَأَمَّا شَتْمُهُ إِيَّايَ فَقَوْلُهُ: اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا، وَأَنَا الأَحَدُ الصَّمَدُ، لَمْ أَلِدْ وَلَمْ أُولَدْ، وَلَمْ يَكُنْ لِي كُفْؤًا أَحَدٌ»
«اللّه تعالٰی فرمائی: د آدم اولاد زما تکذیب کوی او دا حق نلری ، او ماله کنځل کوی ، ولی زما تکذیب دده په واسطه دادی چه وائی: اللّه تعالٰی څرنگ چه اول ځل پیدا کړی یم ، دوهم ځل نه ژوندی کوی ، په داسی حال کی چه اولی خلقت آسانه د دوهم خلقت نه دی ، ولی کنځل چه ماله کوی دادی چه وائی: اللّه تعالٰی ځوی لری ، او دا په داسی حال کی دی چه زه ېواځی او بی نیازه یم او نه ئی زیږولی او او نه زه زیږولی شوی یم ، او شریک مالره نیشته او نلرم».
البخاری ۴۹۷۴