Holy Kaba
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ
Madina Mosque

اذکار د مانځه دکولو په وخت کی:

د وتر د لمانځه دعا:

عن الحسنِ بنِ عليٍّ رضيَ الله عنْهما، قال : علَّمني رسولُ صلَّى عليْهِ وسلَّمَ كلماتٍ أقولُهنَّ في الوترِ، - قالَ ابنُ جوَّاسٍ: في قنوتِ الوترِ اللَّهمَّ اهدِني فيمن هديت، وعافِني فيمن عافيتَ، وتولَّني فيمن تولَّيتَ، وبارِك لي فيما أعطيتَ، وقني شرَّ ما قضيتَ، إنَّكَ تقضي ولا يقضى عليْكَ، وإنَّهُ لا يذلُّ من واليتَ، ولا يعزُّ من عاديتَ، تبارَكتَ ربَّنا وتعاليتَ -

(ابی داؤد ۱۴۲۵)
حسن بن علی رضی اللّه عنهما وائی چه رسول اللّٰه صل اللّه وعلیه وسلم ماله څو کلمی وښودل چه زه هغه په وتر کی وایم (د ابن جواس په روایت کی دی: چه زه هغه په قنوت وتر کی ووایم) هغه کلمات دادی:
"اللَّهمَّ اهدِني فيمن هديت، وعافِني فيمن عافيتَ، وتولَّني فيمن تولَّيتَ، وبارِك لي فيما أعطيتَ، وقني شرَّ ما قضيتَ، إنَّكَ تقضي ولا يقضى عليْكَ، وإنَّهُ لا يذلُّ من واليتَ، ولا يعزُّ من عاديتَ، تبارَكتَ ربَّنا وتعاليتَ"

"ای اللّه ماله هدایت وکړه په هغه خلکو کی (داخل کړه) چه تا هغوئ ته هدایت کړی دی او ماته عافیت راکړه په هغه خلکو کی (داخل کړه) چه تا هغوی ته عافیت ورکړی او زما کار سازی اوکړه په هغه خلکو کی (داخل کړه) چه تا د هغوئ کار سازی کړی ده او ماته په دی کی برکت راکړه چه تا ماله عطا کړی دی او ما د هغوئ د بدئ نه وساتی چه تا مقدر کړی دی ، تو فیصله کوی او ستا مخالف فیصله نشی کیدی ، چاسره چه ته دوستی وکړی هغه ذلیل نشی کیدی او چا سره چه ته دشمنی اوکړی هغه عزت نشی موندلی ، ائ زمونږه پروردگاره ته بابرکته ، اوچت او لوړ ئی" -
د وتر نه وروسته ذکر:

أَخْبَرَنَا عَلِيُّ بْنُ مَيْمُونٍ قَالَ حَدَّثَنَا مَخْلَدُ بْنُ يَزِيدَ عَنْ سُفْيَانَ عَنْ زُبَيْدٍ عَنْ سَعِيدِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبْزَى عَنْ أَبِيهِ عَنْ أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يُوتِرُ بِثَلَاثِ رَكَعَاتٍ كَانَ يَقْرَأُ فِي الْأُولَى بِسَبِّحْ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى وَفِي الثَّانِيَةِ بِقُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ وَفِي الثَّالِثَةِ بِقُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ وَيَقْنُتُ قَبْلَ الرُّكُوعِ فَإِذَا فَرَغَ قَالَ عِنْدَ فَرَاغِهِ سُبْحَانَ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ يُطِيلُ فِي آخِرِهِنَّ

سنن النسائی ۱۶۹۹
د کعب رضی اللّه عنه نه روایت دی چه رسول اللّه صل اللّه وعلیه وسلم دری رکعته وتر لوستل - په اول رکعت سورت (سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى) په دوهم کی (قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ) او په دریم کی (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ) لوستل ، کله چه فارغ کیدلو د خلاصیدو په وخت کی دری واری (سُبْحَانَ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ) "پاک دی بادشاه ډیر" لوستل - آخری واری به ئی اوږده کوله لوستل -