رسول اللّٰه ﷺ احادیث
حدیث قدسی د اللّه تعالٰی د عظمت او لوئی په باره کی:
د ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل:
«العِزُّ إِزاري، والكِبْرياءُ رِدَائِي، فَمَنْ نَازَعَنِي بِشَيْءٍ مِنْهُمَا عَذَّبْتُهُ»
«عزت زما ازار دی او لوی او کبریای زما ردا ، څوک چه یو ددی دوو په باره کی ماسره د نزاع د پاره پاڅیږی ، هغه له عذاب ورکوم».
(صحیح مسلم ۲۶۲۰)
حدیث قدسی د یو بنده د عزیز دقبض روح په باره کی:
د ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرملیل:
«يقول الله تعالى: ما لِعَبدِي المُؤمن عِندِي جَزَاء إِذَا قَبَضتُ صَفِيَّه مِنْ أَهلِ الدُّنيَا ثُمَّ احْتَسَبَه إِلاَّ الجنَّة»
«اللّه تعالٰی فرمائی:
هر کله چه زما د مؤمن بندگانو د عزیزانو نه یو د هغه نه واخلم او هغه په امید د اجر او ثواب صبر اوکړی ما سره اجر بغیر د جنت نه نلری».
صحیح البخاری ۶۴۲۴
حدیث قدسی په باره د محبت کول د الله تعالی لپاره:
د ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«إِنَّ الله تَعَالى يَقُول يَوْمَ القِيَامَة: أَيْنَ المُتَحَابُّونَ بِجَلاَلِي؟ اليَوم أُظِلُّهُم فِي ظِلِّي يَوْمَ لاَ ظِلَّ إِلاَّ ظِلِّي»
«د قیامت په ورځ اللّه تعالٰی فرمائی:
هغه کسان چه زما د عظمت د پاره (او زما د اطاعت لپاره) د یوبل سره دوستی او محبت لرل ، چیرته دی؟ نن چه سوری بغیر د زما سوری نه وجود نلری ، هغوی له په خپل سوری کی ځای ورکوم».
(رواه البخاري)
حدیث قدسی په باره د خوښ لرل ملاقات د اللّه تعالٰی لره:
عَنْ أَبِی هُرَیْرَهَ رضی الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه و سلم قَالَ: قَالَ اللَّهُ تَبَارَکَ وَتَعَالَى: إِذَا أَحَبَّ عَبْدِی لِقَائِی أَحْبَبْتُ لِقَاءَهُ وَإِذَا کَرِهَ لِقَائِی کَرِهْتُ لِقَاءَهُ.
د ابوهریره رضی اللّه عنه نه روایت شوی دی: چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: اللّه تعالٰی می فرماید: «هرکله چه زما بنده دیدار له ما سره خوښ لری ، زه هم دیدار د هغه سره خوښوم ، او که چیری دیدار له ما سره نه خوښی ، زه هم دیدار د هغه سره نه خوښم.
"(امام مالک، الموطأ، کتاب «الجنائز»)
حدیث قدسی د صله رحمی په باره کی:
د عبدالرحمن بن عوف رضی اللّه عنه نه نقل شوی دی: ما د نبی صل اللّه وعلیه وسلم نه واوریدل چه فرمایل ئی: اللّه تعالٰی وفرمایل:
زه رحیم یم او دا د رحمت نه اخستلی شوی . ما د هغه نوم د خپل نوم نه اخستلی ، که څوک دی سره یوځای شو ، زه د هغه سره یوځای کیږم ، او چاچه هغه قطع کړو ، زه هغه قطع کوم .
حدیث قدسی په باره د ځان فارغ کول د اللّه تعالٰی لپاره :
حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ خَشْرَمٍ، أَخْبَرَنَا عِيسَى بْنُ يُونُسَ، عَنْ عِمْرَانَ بْنِ زَائِدَةَ بْنِ نَشِيطٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ أَبِي خَالِدٍ الْوَالِبِيِّ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ "إِنَّ اللَّهَ تَعَالَى يَقُولُ يَا ابْنَ آدَمَ تَفَرَّغْ لِعِبَادَتِي أَمْلأْ صَدْرَكَ غِنًى وَأَسُدَّ فَقْرَكَ وَإِلاَّ تَفْعَلْ مَلأْتُ يَدَيْكَ شُغْلاً وَلَمْ أَسُدَّ فَقْرَكَ" .
د ابوهریره رضی اللّه عنه نه روایت دی: چه نبی صل اللّه وعلیه وسلم وفرمایل: اللّه تعالٰی فرمائی:
ای د آدم اولاده! زما په عبادت کی کوشش کوه چه سینه دی د غنا نه ډکه کړم او فقر دی لری کړم که نه تا به په دنیاکی ښه مشغول کړم او حاچت دی نه لری کوم .
(الصحیح الترمذي ۲۴۶۶)
حدیث قدسی په باره د انفاق کولو په لار د اللّه تعالٰی کی:
عن أبي هريرة عبدالرحمن بن صخر الدوسي رضي الله عنه مرفوعاً: .«قال الله تعالى: أنفق يا ابن آدم ينفق عليك».
له أبو هریرة عبد الرحمن بن صخر الدوسي - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: الله جل جلاله فرمایلي دي:
ای د آدم زویه! د خېر په لارو کې لگښت وکړه، چې پراخي درباندې راشي.
صحيح مسلم ۹۹۳